تیر کال کې تر۵۴ زرو ډیر مهاجر په خپله خوښه له آلمان څخه وتلي
۱۳۹۶ تیر ۲۱, چهارشنبهد مهاجرت نړیوال سازمان یوه ویاند د سه شنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۱۱) وویل چې تیر کال تر ۵۴ زرو ډیر مهاجر په داوطلبانه شکل خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د څرګندونو له مخې په دې توګه د بیرته ستنیدنې او په آلمان کې د دوباره ادغام په پروګرام کې برخه اخیستنه، تر هغې د یوه کال مخکې په پرتله ۵۰ سلنه زیاته شوې ده.
په مجموع کې ۱۶۸۳۱ تنه البانوي مهاجر، ۶۱۳۸ تنه د سربستان هیواد، ۵۶۵۷ تنه عراقي مهاجر، ۵۳۹۶ تنه د کوزوو او ۴۵۷۶ مقدونیایې مهاجر له آلمان څخه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان په نړیواله کچه له ۹۸ زره مهاجرو سره، د هغو له جملې څخه تر ټولو په لومړي قدم کې د اروپایې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه خپلو هیوادو ته د دوی د بیرته ستنیدو په برخه کې مرسته کړی ده.
د نوموړي سازمان د رپوټ پر بنسټ په دوی کې ۱۲۵۷ تنه بی سرپرسته ماشومان ول چې د هغو له جملې څخه ۹۰۰ تنه یې د انساني قاچاقبراني قرباني شوي دي.
۳۹ زره بیرته ستانه شوي مهاجر د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان (په خپل هیواد کې د یو نوي ژوند او کار پيل) پروګرام په چوکاټ کې له ملاتړ څخه برخمن شوي دي. سربیره پر دې بیرته ستنیدونکو، په مجموع کې د افریقایې هیوادونو مهاجرو روزنیزو پروګرامونو ته لاسرسی درلود.