«تیر کال په المان کې هر پنځم تن له بیوځولې څخه اغیزمن شوی»
۱۳۹۱ آبان ۲, سهشنبهاعلان
تیر کال په المان کې ۱۶ میلیونونه انسانان په اوسطه توگه هر پنځم المانی له بیوځولۍ څخه اغیزمن شوی دی. دغه خبر په ویسبادن کې د المان د احصایې دفتر «په ۲۰۱۱م کال کې په اروپا کې د ژوند» تر نامه لاندنې په یوه راپور کې خپور کړی دی. دا په دې معنی چې د اقتصادي لاملونو له وجې د بیلگې په توگه یو تن د خپلو همیشني بلونو په ورکړه نه دی توانیدلای، په هره دویمه ورځ یې بشپړه خوړو ته لاس رسی نه دئ موندلای، یا په رخصتیو کې د یوې تفریخ د تر سره کولو او یا هم د موټر پر اخیستلو نه دی توانیدلای. په دې ترتیب په ۲۰۱۱م کال کې ۲۱،۳ سلنه میرمنې او ۱۸،۵ سلنه نارینه له دغه بیوځولې څخه اغیزمن شوي دي.