تیر کال طبعي پېښو نړۍ ته تر بل هر کال ډیر مالي تاوان رسولی دﺉ
۱۳۹۰ اسفند ۱۶, سهشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو د سازمان د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۱ کال کي د طبيعي پېښو له کبله نړیوال اقتصاد ته لږ ترلږه ۳۸۰ مليارده ډالر تاوان رسيدلی دﺉ. دغه پیسې تر بل هر کال ډیرې دي.
د ملګرو ملتونو له طبيعي پېښو او خطرونو سره د مبارزې د خاصې استازې مارګريتا وال سټروم، په حواله په دغو پيښو کي تر ټولو ډير د جاپان او نيوزيلند زلزلو تاوان رسولی دﺉ.