توسک: اقتصادي مهاجر دې اروپا ته نه رازي
۱۳۹۴ اسفند ۱۳, پنجشنبهد اروپایې اتحادیې د شورای رئیس دونالد توسک د د پنچشنبې په ورځ (مارچ په اوومه) له ترکیې سره د دغې اتحادیې د مشرانو تر کلیدي غونډې مخکې یونان ته سفر کړی دی.
توسک همدارنگه د بالقان مسیر هیوادونو له مشرانو سره تر لیدنې کتنې وروسته یونان ته سفر کوي. مهاجر د شمالي اروپا هیوادونو ته د ځان رسولو له پاره د بالکان هیوادونو له مسیر څخه استفاده کوي.
د اروپایې اتحادیې د شورای رئیس د یونان له لومړي وزیر الیکسیس سپراس سره د یو کډ خبري کنفرانس په ترڅ کې د مهاجرو په مخاطب کولو سره وویل: «اروپا ته مه رازئ. د قاچاقبرانو پر خبرو باور مه کوئ. وروسته تر دې به هیڅ یو اروپایې هیواد، ترانیزیټي هیواد نه وي.»
توسک د مهاجرت د کړکیج په برخه کې د یوې گډې حل لارې پیداکولو په موخه په بروکسل کې د اروپایې اتحادیې د مشرانو تر غونډې مخکې بالکان هیوادونو او یونان ته سفر وکړ.
هغه خپل سفر د سه شنبې په ورځ له اتریش څخه پیل کړ او بیا یې د سلوانیا، کرواسیا او مقدونیا هیوادونو له مشرانو سره ولیدل. ټاکل شوې ده چې نوموړی به له یونان څخه ترکیې ته سفر وکړي.
مقدونیا، د صربستان، سلوانیا، او کرواسیا په گډون د بالکان هیوادونو مهاجرو د تیریدو له پاره سهمیه ټاکلې ده. دا د دې سبب گرځیدلی دی چې په زرگونه مهاجر په یونان کې بند پاتې شي. د ملگرو ملتونو سازمان په حواله په یونان کې د مهاجرو بند پاتی کیدل کیدای شي پر یو بشري ناورین واوړي.
اروپایې اتحادیې د چهار شنبې په ورځ مهاجرو ته د ۷۰۰ میلیونه ایرو ځانگړي کولو خبر ورکړی وو، څو یونان پر دغو پيسو د مهاجرو ستونزو ته رسیدگي وکولی شي. توسک په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «اروپایې اتحادیه یونان یوازې نه پریږدي.».