1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تور ليست څخه د کومو طالبانو نومونه ايستل سوي؟

۱۳۹۰ تیر ۲۶, یکشنبه

د سولي د عالي شورا مرستيال ارسلا رحماني چي په خپله هم هغو ۱۴ کسانو کي، چي نومونه يي د امنيت شورا له تور ليست څخه ليري سوي شامل دی وايي، چي ډير هغه پخواني طالبان دي چي د کلونو راهيسي يې د حکومت ضد فعاليتونو څخه لاس اخستی.

https://p.dw.com/p/11wzZ
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: DW

دغه ګام ظاهراً د ناراضي طالبانو د را جلبولو له پاره پورته سوی. په داسي حال کي چي طالبانو څو څو ځله پر افغان حکومت تور لګولی، چي د عمل خپلواکي نه لري او يوازي ګوډاګی رژيم دی.

که له يوي خوا د حکومت دغه غوښتنه د ملګروملتونو له لوري منل سوې او لږ تر لږه د افغان دولت د عمل د استقلاليت يوه ښه بيلګه بلل کيږي. خو له بل لوري پوښتنه دلته پيدا کيږي چي دا ۱۴ طالب مشران چي نومونه يي ايستل سوي کوم طالبان دي.

هغه طالبان چي د رژيم پر ضد يي وسله پورته کړي او که هغه طالب چارواکي چي د ملا عمر د امارت له ړنګيدو وروسته په کابل کي پاته سوي او له بغاوت سره يي مخه ښه کړې ده.

ارسلا رحماني دويچه ويله ته د ټليفون په کرښه وويل چي د ده د نامه تر څنګ، د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ د لوړو زدکړو د وزارت مرستيال او همدا راز په امريکا کي د طالبانو د واکمنۍ د ديپلومات عبدالحکيم مجاهد او يو شمير نورو پخوانيو طالبانو نومونه هم په دغه نوم لړ کي شامل دي.

ښاغلی رحماني د ملګرو ملتونو د دغه اقدام ستاينه کوي خو وايي که څه هم دي تر دي دمخه د تعضيراتو لاندي وو خو بيا يي هم د نړۍ او حتي اروپا زړه ته سفرونه درلودل.

رحماني وايي په تيرو څلورو کلونو کي يې له فرانسي نيولي تر عربي متحده اماراتو، جرمني، يمن او سعودي عربستان پوري هم سفرونه کړي دي.

نوموړی وايي دی به له هغه افغان پلاوي سره چي به يي يادو ملکونو ته سفر کاوه په کابل کي د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه اجازه ليک اخيست او بيا به يي يادو ملکونو ته الوت کاوه.

اوس خبره دلته ده چي د کابل ميشتو او د طالبانو له ليکو د را جلا سويو پخوانيو طالب چارواکو د نومونو ايستل به له تور نوم لړ څخه د سولي له روان بهير سره څه ګټه وکړي؟

د سياسي چارو کارپوه فضل الرحمان اوريا وايي چي په هيڅ صورت هم د ملګرو ملتونو دغه اقدام د سولي له پروسي سره مرسته نه سي کولای.

ښاغلی اوريا وايي چي دا ګامونه يوازي نمايشي بڼه لري او هغه وخت به طالبان د سولي په بهير باوري سي چي د ملا محمد عمر، د کوټي او پيښور د شورا ګانو د غړو طالبانو نومونه له تور نوم لړ څخه لري سي.

د کابل د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځی ښونکی فاروق بشر وايي چي ارسلا رحماني او هغو نورو طالبانو چي د ملا عمر له ملګرتيا لا وختي لاس پر سر سوي دي، له څو کلونو راهيسي همدا لټه کوله چي ځانونه د امنيت شورا له ليست څخه وباسي.

بشر له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، ترهغه به دغه ډول نمايشي کارونه ګټه ور واقع نه سي تر هغه چي له هغو طالبانو سره د حکومت، نړيوالي ټولني اوملګرو ملتونو په چلند کي نرمي رانسي، چي دمګړی يې د حکومت اوخارجي عسکرو پر ضد عملاً وسله پورته کړي ده.

له بل لوري د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکسان کي د هغوی سفير ملا عبدالسلام ضعيف هم ورته خبره کوي.

ملا ضعيف وايي بهرنيانو له افغانانو سره هيڅ کله هم صداقت ندی کړی او اوس هم خپلي پخوانۍ کړني تکراروي.

ملا ضعيف چي په وينا يې نوم يي نه په کوم تور او نه هم په سپين ليست کي وو، وايي، طالبان د افغان دولت د استقلال په باب شک لري او تر هغه چي د هغوی سره د يوه غښتلي او قوي دريځ څخه مذاکرې و نه سي، هغوی به هيڅ کله هم پر اوسنۍ اداري باور و نه کړي.

ملا عبدالسلام ضعيف هم هغه وخت د سولي له روان بهير سره د طالبانو په يو ځاي کيدو باوري دی، چي د هغو طالبانو نومونه له تور نوم لړ څخه وايستل سي کوم چي عملاً په جبهو کي په جګړو بوخت دي او د ځان له ويري دمګړی د نړۍ يوې خوا ته هم نه سي تلای.

ښاغلی ضعيف د ډيری طالب مشرانو د جګړې د دوام علت په تورو او سپينو ليستونو کي د هغوی د نومونو ثبتول بولي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل