1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تورن ترهګر ـ «غوښتل مي له داعش څخه پيسې درغلي کړم»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۹, شنبه

د آلمان د زاربريوکن څارنوالي يو سوريايي سړی د بمي بريد په پلان کولو تورن کړی دی. خو تورن شعيه مذهبه کس ادعا لري چي غوښتل يې داعش تېر باسي او ورڅخه پيسې په لاس راوړي.

https://p.dw.com/p/2c4kD
Deutschland Mutmaßliches IS-Mitglied vor Gericht in München
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د آلمان د «شپيګل آنلاين» رسنۍ په ترهګرۍ د تورن کس په هکله يو مطلب خپور کړی دی. یادي رسنۍ د دغه تورن کس نوم حسن الف ښودلی دی. د دغه کس په هکله ويل سوي چي ۳۸ کلن او د سوريې د دمشق ښار سره تړاو لري، چيري چي هغه د سلماني يا ورېښتان جوړونکي په توګه کار کاوه.

د راپور له مخي حسن الف د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۲۰مه نېټه د فيسبوک انټرنټ پاڼې له لاري يو پيغام لېږلی ؤ. په دغه پيغام کي نوموړي کس ليکلي ول چي غواړي په لوېديځ کي يو داسي بريد تر سره کړي چي مخکي يې ساری نه دی ليدل سوی.

د راپور له مخي حسن الف ليکلي ول چي په پام کي لري د آلمان په پنځو لويو ښارونو او په همدې شان په هالند، بلجيم او فرانسه کي په يو وخت د چاودېدونکو توکو څخه ډکو موټرانو ته چاودنه ورکړي. زياته سوې چي نوموړي په پيغام کي ليکلي ول چي د چاودېدونکو توکه ډک دغه موټران به د پوليسو د موټرو په څېر جوړ سوي وي. دغه کس مخ په وړاندي ليکلي چي د خپل دغه پلان د عملي کولو له پاره له «اسلامي دولت» يا داعش څخه د ۱۸۰ زرو يورو د ترلاسه کولو تمه لري. د راپور له مخي حسن الف په دغه پيغام کي ليکلي ول چي ښايي په خپل دغه ترهګر بريد سره ۱۰۰۰ «کافران» ووژني.

خو حسن الف تېروتلی ؤ. د ابو بکر الرکاوي په نوم يو کس ځان ورته د انټرنټ له لاري د داعش غړی وښود، تر څو حسن الف په د آلمان په زاربريوکن ښار کي په خپل اپارتمان کي د آلماني امنيتي چارواکو له خوا ونيول سو. هغه څو مياشتي په تحقيقي توقيف کي ؤ چي وروسته په رسمي توګه پر هغه د قتل د تر سره کولو د پلان درلودلو تور ولګول سو.

حسن الف څه شي غوښتل؟

د څارنوالی له خوا پر حسن الف د رسمي تورونو تفصيل شپږ پاڼي دی. په دغو تورونو کي راغلي چي ۳۸ کلن حسن الف غوښتل چي خپل بيان سوي پلان ته د عمل جامې هم ور واغوندي.

خو حسن الف د خپلې نيول کېدنې پر وخت وويل چي هغه هيڅ ترهګر نه دی او نه هم د کومي ترهګرې ډلې سره تړاو لري. نوموړی تر اوسه ادعا کوي چي غوښتل يې د بريدونو د پلان په تړاو پيغام سره له داعش څخه ۱۸۰ زره يورو واخلي او په دې توګه داعش تېرباسي. د نوموړي تورن کس په وينا هغه غوښتل چي په دغو پيسو په سوريه کي د خپل مور او پلار سره کومک وکړي. حسن الف ويلي چي هيڅ وخت يه په رشتيا دا اراده نه ده درلودلې چي بريدونه تر سره کړي.

خو حسن الف چي د الرکاوي په نوم کوم کس سره تماس نيولی ؤ، هغه د داعش ملګری نه بلکه د داعش ضد فعالينو څخه يو ؤ. دغه کس وروسته امنيتي چارواکو ته د حسن الف په تړاو معلومات ورکړل چي په نتيجه کي يې حسن الف ونيول سو.

خو اوس پوښتنه دا مطرح ده چي حسن الف په رشتيا څه غوښتل؟ ايا د آلمان امنيتي چارواکو د دمشق د دغه سلماني په نيولو سره د يو ترهګر بريد مخه نيولې او که يې د دې مخه نيولې چي دغه کس له داعش څخه پيسې اختلاس کړي؟

امنيتي چارواکي وايي چي حسن الف پر فيسبوک د زياتو توندلارو او جهادي ډلو پاڼو ته ورغلی ؤ. زياته سوې چي نوموړی د «اسلامي بيرغ» په نوم د يوې انټرنټي ګروپ آنلاين غړی هم ؤ. په دې ترڅ کي ويل سوي چي حسن الف چي نه پخپله د موټر چلولو جوازنامه لري او نه هم موټر لري، د هغو موټرو يو ليسټ جوړ کړی ؤ چي ادعا يې کړې وه غواړي په بريد کي يې وکاروي. د دې تر څنګ چارواکو ويلي چي د حسن مور او پلار د حسن د ادعا پر ضد په هيڅ ډول اقتصادي بد حالت کي قرار نه لري بلکه څو ځله يې له سوريې څخه و حسن ته پيسې هم لېږلي دي. د چارواکو په وينا د حسن دا ادعا چي غوښتل يې داعش تېرباسي او ورڅخه پيسې درغلي کړي په دې هم مُدلـل کار نه برېښي ولي چي په داسي صورت کي ښايي د هغه مور او پلار په سوريه کي تر تعقيب لاندي راغلي وای.

حسن همکاران نه درلودل

خو دا چي حسن ښايي رشتيا وايي، په حق کي يې دا دلايل موجود دي، چي حسن د احتمالي بريدونو له پاره هيڅ ځان نه ؤ مجهز کړی او نه هم نوموړی د بريد احتمالي ځايونو ته ورغلی. دا په داسي حال کي چي نوموړي په خپل پيغام کي ليکلي ول چي په يو څو ورځو کي بريد تر سره کول غواړي. د دې تر څنګ حسن چي شعيه مذهبه دی، ولي به يې د سُني مذهبه او شعيه ضد داعش څخه ملاتړ کړی وي؟ حسن و چارواکو ته ويلي دي چي حتی لمونځ يې نه دی زده.

د حسن يوې پخوانۍ نامزادې پوليسو ته ويلي چي حسن د هغې له کورنۍ څخه پيسې غلا کړي وې. د نوموړي خور چارواکو ته ويلي چي هغه يو درغلي کوونکی او غلاجن دی. د پلټنو له مخي نوموړي په تېر کال کي هڅه کړې وه چي و آلمان ته د راغلي يو سوريايي څخه ۱۰ زره يورو د ججه يا باج په توګه واخلي. خو په دغه کار کي ناکامه سوی ؤ.

د حسن الف وکيل وايي چي د مؤکل پر ضد يې يوازي د درغلۍ د هڅې تور لګول کيدلای سي او نه د ترهګرۍ.

دا چي د حسن الف پر ضد به محکمه کومه پرېکړه وکړي لا نه ده څرګنده. خو دغې موضوع يو ځل بيا څرګنده کړې چي د نړيوال ترهګرۍ له بيري امنيتي چارواکي هڅه کوي چي هره موضوع جدي ونيسي او خپل ټول امکانات په کار واچوي. څارنوالۍ د حسن ياد انټرنټي پيغام و ډليزي وژنې ته رابلنه ارزيابي کړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.12.2016):