تهران غواړي په اټومي شخړه کي د لويديز سره جوړه وکي
۱۳۸۸ بهمن ۱۵, پنجشنبهده وويل ،
«دا چه د ايران سياسي رهبري بيا هم ټوله بين امللي مکلفيتونه تر پښو لاندي کوي ، په هغه کښي هيڅ شک نسته . نو ايران به هم د ډيرو سختو عواقبو سره مخامخ سي . »
داسي معلوميږي چه د بارک اوباما پيغام ته په ايران کښي غوږ نيول سوی دی .
جمهور رييس محمود احمدي نژاد په دولتي ټلويزون کښي اعلان وکی ، چه غواړي په اټومي لانجه کښي روغه جوړه وکي . خو واشنګټن غواړي عمل وويني او نه يوازي خالي خبري .
د امريکاد متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما اضافه کوي ،
« د ايران حکومت ټوله هغه بين امللي قواعد نه مراعتوي ، چه ټوله دولتونه يې بايد ومني . »
د اوباما حکومت پر ايران باندي تور لګوي ، چه د ملګرو ملتو ټولو پريکړه ليکونو ته ارزښت نه ورکوي ، او په پټه سره تر مځکي لاندي تونلونه کاږي ، تر څو پکښي اټومي بم جوړ کي . »
د نورو تر څنګ د بارک اوباما پيشنهاد داؤ ، چه تهران بايد 1200 کيلو ګرامه يورانيم فرانسې او روسيې ته يوسي ، او هلته يې د سوله ايزو مقاصدو په خاطر غني کي .
او ددې دپاره چه په دغه معامله کښي د ايران سره جوړه وکي ، تر درو لسيزو وروسته يې تير کال د اولي پلا دپاره بيرته د ايران سره پر يوه ميز خبري وکړې ، خو کومه نتيجه يې ورنکړه .
په خليج کښي د امريکايي قواوو لوی قومندان ډيويد پيترويس وويل ،
« جمهور رييس، ددفاع وزير رابرت ګيتس او زه ټوله پردې خبره متفق يو ، چه پر ټولو مسايلو خبري وسي ، او د ټولو لارو چارو او امکاناتو څخه به کار واخيستل سي . »
جنرال مايک مولن اضافه کړه ، چه طبعأ د نظامي امکان څخه به هم استفاده کيږي . »
او د دفاع وزير رابرت ګيتس اضافه کړه،
«حتی که د ايران اټومي مجهز کيدل په نظر کښي ونه نيول سي ، د هغه متحارب او د ليري واټن وسلې د تشويش وړ دی . »
د امريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير رابرت ګيتس په دې منځ کښي په دې عقيده دی ، چه ايران يوازي د زور د لاري په خبره پوهيږي .
د نيويارک ټايمز د معلوماتو پر اساس امريکا په قطر ، امارات او کويټ کښي خپل بحري او د مځکي د قطعاتو د دفاعي راکټانو سيسټم ته پراختيا ورکوي ، او د سعودي عربستان سره د پايپلانو د ساتلو په خاطر د هغه د 30 زرو عسکري قطعې په جوړولو کښي کومک وکي .
سينا/
کتونکی : محمد قاسم نوري