1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تهران ته د طالبانو د سفر په اړه د ايران حکومت بې خبره دئ

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه

د ايران د ولسمشر حسن روحاني وياند تهران ته د افغان طالبانو د سياسي استازي سفر نه مني. خو د دغه هيواد کورنۍ رسنۍ وايي چي د طالبانو استازو په تهران کي له پوځي چارواکو سره پټي خبري اتري لرلې.

https://p.dw.com/p/1FT8N
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Faisal

د ايران حکومتي وياند محمد باقر نوبخت، د دغه هيواد له چارواکو سره د طالبانو د سياسي استازي د خبرو راپور رد کړی دئ. نوبخت د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۱۹مه) په دې اړه ويلي دي: «زه خبر نه لرم او دا مي په فکر کي لا نه راگرځي چي له طالبانو سره دي غونډه ولرو.»

د چهارشنبې په ورځ د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياندي مرضيې افخم په دې اړه وويل: «ايران ته د طالبانو د سفر په اړه معلومات نه لرم او دا موضوع بايد وپلټل سي چي هغو سرچينو چي دغه خبر خپور کړی دئ، د کومو اطلاعاتو پر اساس ئې خپور کړی دئ.»

تهران ته د طالبانو د سیاسي استازي خبر، د دغه هيواد «سپاه پاسداران» ته نژدې خبري آژانس تسنيم، خپور کړ او د ايران په کورنيو رسنيو کي ئې پراختيا وموندله.

تسنيم د دوشنبې په ورځ تهران ته د طالبانو د سياسي استازي د سفر په اړه «ځانگړي راپور» کي ليکي ول چي په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر د مسئول طيب آغا په مشرتوب يوې ډلي تهران ته سفر کړی دئ.

طيب آغا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مطبوعاتي مرستيال او ترجمان دئ. ويل کيږي چي طيب آغا يو له هغو کسانو څخه دئ چي له ملا عمر سره مخامخ ارتباط لري.

طيب آغا د طالبانو د سياسي کمېټې مشرتوب پرغاړه لري، چي دنده ئې د طالبانو د سياسي موخو ټاکل او له نورو حکومتونو سره اړيکي پراخول دي.

د تسنيم خبري آژانس د راپور له مخي د افغاني طالبانو استازي تهران ته د سفر په لومړی ورځ د ايران له امنيتي چارواکو سره ليدلي او پر سيمه ييزو مسايلو باندي يې بحث او د نظرونو راکړه ورکړه کړې ده. خو د دغه ملاقات په اړه نور جزئيات نه دي خپاره سوي.

د طالبانو سياسي استازو تر دې دمخه هم دوه واري ايران ته سفر کړی وو او هلته ئې د دغه هيواد له امنيتي چارواکو او «د اسلامي بيداري په نړيوال کنفرانس» کي گډون کړی وو.

خو د ايران حکومت له خوا دغه هيواد ته د طالبانو د سياسي استازي د سفر تر ردولو يوه ورځ وروسته «شرق ورځپاڼي» د افغانستان د سولي د عالي شورا د نړیوالو اړيکو د يوه غړي په حواله دغه سفر تائيد کړی دئ. دغه راپور بيا د ايران په کورنيو رسنيو کي له هغه جملې څخه «همشهري» آنلاين بيا خپور کړی دئ.

په دغه راپور کي د افغانستان د سولي شورا د غړي محمد اسماعيل قاسم يار په حواله راغلي دي: «د قطر په دوحه کي د طالبانو د سياسي دفتر يوې ۷ يا ۸ کسيزي ډلي تهران ته سفر کړی دئ او ملاقاتونه ئې لرل.»

قاسم يار هم ويلي دي چي ايران ته د دې سفر موخه په اسلامي نړۍ کي د روانو حالاتو او افغان مهاجرو په اړه بحثونه ول، خو ټينگار ئې کړی دئ، چي د افغان مهاجرو موضوع د افغانستان د حکومت کار دئ نه د طالبانو.