1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تلويزيوني مناظره: آلمانان د مېرکل د بريا اټکل کوي

۱۳۹۶ شهریور ۱۰, جمعه

رايه ورکوونکي د آلمان صدراعظمه له تلويزيوني مناقشې وړاندې له خپل رقيب، مارتين شولڅ، څخه په څرګند ډول مخکې بولي. تر څنګ يې د وړو ګوندونو او د ائتلاف جوړولو امکانات هم په زړه پورې دي.

https://p.dw.com/p/2jBtr
Deutschland Martin Schulz und Angela Merkel
انځور: picture alliance/dpa/O. Hoslet

په آلمان کې انتخاباتي مبارزې يوې ډېرې تودې مرحلې ته ورداخليږي. ځکه چې د يکشنبې په ورځ د انګلا مېرکل او مارتين شولڅ تر منځ تلويزيوني مناظره تر سره کېدونکې ده. د مسيحي دموکرات ګوند (سي دي یو) نومانده او د هغې سيال چې سوسيال دموکرات ګوند (اس پي دي) پورې اړه لري به د څلورو اصلي چېنلونو د ماښامنيو خپرونو په اصلي وخت کې يعنې د ماښام په ۸ بجو او ۱۵ دقيقو ۹۰ دقيقې تلويزيوني مناقشه تر سره کړي.

د فورزا، په نوم د نظرپوښتنو د انستيتوت په حواله هر دويم آلمانی غواړي چې دغه تلويزيوني مناظره وويني. د آلمان په ډېرو رسنيو کې دغه ستره تلويزيوني مناقشه د شولڅ وروستی چانس بلل کيږي، څو د خپل ځان په نفع سيالي بدله کړي. خو د انفراتست ديمپ، په نوم د نظرپوښتنو بل انستيتوت د لومړي چېنل ای آر دي د دويچلند ترېند په لړ کې بيا له زرو رايه ورکوونکو سره د تليفوني مرکو د لارې موندلې ده چې دغه چانس ډېر وړوکی دی. کابو درې په څلورو کې رايه ورکوونکي اوس لا مېرکل د انتخاباتو ګټونکې بولي. يوازې ۱۷ سلنه د شولڅ له لوري د زياتو رايو خپلولو امکان ويني. آن د سوسيال دموکرات ګوند په پلويانو کې مېرکل مخکښه ده. نور ګوندونه هم لکه مسيحي دموکرات/مسيحي سوسيال، کيڼ اړخي، زرغون، د آلمان ليبرال او د آلمان د بديل ګوند په پلويانو کې هم ستر اکثريت صدراعظمه مخکې بولي. د شولڅ له پاره اوس د دغې نظرپوښتنې په حواله تلويزيوني مناظره يوه اصلي ستره ننګونه ده.

Infografik Deutschland Trend extra Voraussichtlicher-Sieger
نظر پوښتنه: د تلویزوني مناظرې احتمالي ګټونکی څوک دی؟

دغه ارقام البته د ۲۰۰۹ کال د نظرپوښتنو ارقامو ته ورته برېښي، هغه وخت مېرکل له فرانک والتر شتاين ماير سره په رقابت کې وه. په ۲۰۱۳ کال کې بيا د مېرکل محبوبيت لږ څه راکم شوی وو.

مېرکل هم يو څه له لاسه ورکړي

په يوه بله برخه کې هم صدراعظمه خورا مخکښه ده، يعنې د مېرکل او شولڅ تر منځ په مستقيمه پرتلنه کې. که آلمانانو د دې امکان درلودای چې خپل حکومتي مشر پخپله وټاکي، نو هر دويم کس به مېرکل ته خپله رايه ورکړې وای. شولڅ ته يوازې هر څلورم کس دغه کار ته چمتو وو. په دغه برخه کې البته د بېلابېلو ګوندونو د پلويانو د ارزونې له مخې وضعيت يو څه بل ډول برېښي. د سوسيال دموکرات ګوند درې په څلورو کې پلويان غواړي چې شولڅ ته خپله رايه ورکړي. په کيڼ اړخي ګوند کې هم شولڅ د مېرکل په نسبت زيات محبوبيت لري، خو دغه خبره بيا په زرغون ګوند پورې صدق نه کوي.

خو دواړو کانديدانو بيا يو څه له لاسه ورکړي دي. شولڅ تر ټولو ټيټي کچې ته راکښته شوی دی. مېرکل بيا اته سلنه له لاسه ورکړي او د جولای مياشت په پرتله له ۵۷ سلنې څخه ډېره راکښته شوې ده.

مېرکل او ليبرالان، تور زيړ ائتلاف د مخکې کېدو په حال کې

Infografik Deutschland Trend extra Direktwahl Merkel Schulz
خپله رایه انګلا مېرکل یا مارتین شولڅ ته غواړۍ ورکړئ....

که مېرکل بېرته صدراعظمه شي، نو له چا سره به يو ځای حکومت چلوي؟ په دې اړه انفراتست ديمپ، د پسرلي په پرتله څرګند اوښتون اندازه کړی دی. د اپريل مياشتې په پرتله اوس اووه سلنه زيات خلک يو تور زيړ ائتلاف له مسيحي دموکرات/مسيحي سوسيال او ليبرال دموکرات ګوندونو څخه غواړي. دغه لېوالتيا د دغو ګوندونو په پلويانو کې هم ډېره زياته ده: ۷۷ سلنه د مسيحي دموکرات/مسيحي سوسيال او حتی ۸۹ سلنه له ليبرالانو څخه د دې ائتلاف پلويتوب کوي.

دغه عين اووه سلنه بيا د مسيحي دموکرات/مسيحي سوسيال او سوسيال دموکرات ګوندونو تر منځ لوی ائتلاف ته په لېوالتيا کې بيا راکښته شوې ده، سره له دې چې دغه ممکن ائتلاف بيا هم مخکښه دی. د تور زرغون يعنې مسيحي دموکرات/مسيحي سوسيال او زرغون ګوند تر منځ د ائتلاف محبوبيت هم پنځه سلنه راټيټ شوی دی. هغه ائتلاف چې په برلين کې تر ټولو زيات بحثونه ورباندې کيږي يعنې د مسيحي دموکرات/مسيحي سوسيال، زرغون او ليبرال دموکرات ګوندونو تر منخ ائتلاف، چې جامايکا ائتلاف ورته وايي، د ۲۷ سلنه رايه ورکوونکو له خوا مثبت ارزول کيږي. خو دغه عين شمېر رايه ورکوونکي بيا د سوسيال دموکرات، کيڼ اړخي او زرغون ګوندونو تر منځ ائتلاف هم خوښوي. خو د دې له پاره بايد لومړی مارتين شولڅ او سوسيال دموکرات ګوند انتخابات وګټي، چې د ډېرو اوونيو راهيسې داسې نه ښکاري چې دا کار به وشي.

د بديل ګوند اوس دريم ستر ځواک ګرځېدلی دی

د يکشنبې په نظرپوښتنه کې، يعنې دا چې کوم ګوند ته رايه ورکړل شي، مسيحي دموکرات/مسيحي سوسيال او ليبرال دموکرات ګوندونو يو پواينټ له لاسه ورکړی دی. په دې ترتيب د تور زيړ ائتلاف جوړېدل لا ممکن دي. سوسيال دموکرات ګوند لږ څه پواینټونه ګټلي دي. خو د پاملرنې وړ دا ده چې د آلمان له پاره د بديل ګوند به د اوسنيو شمېرو له مخې په ۱۱ سلنه رايو سره په پارلمان کې دريم ستر ځواک ګرځېدلی وای. که لوی ائتلاف يو ځل بيا رامنځ ته شي، نو د بديل ګوند ښي اړخي عوام پال به ښايي د اوسنيو اټکلونو له مخې د آلمان په پارلمان کې تر ټولو ستر د اپوزيسيون ډله يا فراکسيون وګرځي. د ګوندونو ځينې ستراتيژي جوړونکي ښايي اوس دا فکر ولري چې حکومتي ائتلاف بايد بې له سوسيال دموکرات ګوند څخه جوړ شي. دا د دې له پاره چې سوسيال دموکراتان بيا د بديل ګوند پر ځای د اپوزيسيون مشري خپله وکړي. خو د اپوزيسيون د مشرۍ لقب اصلا په رسمي توګه د آلمان په پارلمان کې وجود هم نه لري. خو سره له دې بيا د ويناکوونکو د ليستونو يا د ځينو پلاوو په ټاکلو کې يو څه امتيازات ورسره تړلي او مل دي.

Infografik Sonntagsfrage DEU
که دغه یکشنبه ټاکنې وای، کوم ګوند به مخکښ وای...

د بديل ګوند له خوا د دغسې لوړو شمېرو د خپلولو دليل څه شی دی؟ له يوې خوا دغه ګوند په ټولنيزو رسنيو کې يو بې ساری انتخاباتي کمپاين مخ ته وړي. د مثال په توګه اليس وايدل، چې د بديل ګوند مخکښه کانديده ده، په تېرو څو اوونيو کې په مطبوعاتي برخه کې چندان اشتباهات نه دي لرلي، د خلکو د پارولو برخه يې الکساندر ګاولند ته پرې ايښې وه. په دې ترتيب د ګاولند او د ګوند د وياندې، فراوکه پېتري، تر منځ په ګوند کې دننه پر لانجې باندې پرده غوړول شوې ده. سربېره پر دې د بديل ګوند د مانچستر، لندن او بارسلونا وروستي تروريستي بريدونه د دې له پاره کارولي دي چې د مېرکل پر ضد سخت کمپاين وکړي. د آلمان د صدراعظمې په انتخاباتي منډو ترړو کې هم د بديل ګوند ښکېل وو چې په ډېرو ځايونو کې يې د احتجاج کوونکو ډلې تنظيمې کړې وې چې په لوړ آواز يې مداخله کوله.