1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تش په نامه ډيموکراتان؟

۱۳۸۶ بهمن ۲۹, دوشنبه

د بشر د حقوقونړيوالې ټولنې هيومن رايټس واچ په خپل زاپورکې، چې » ديکتاتوران، چې د ډيموکراتانو نقاب اغوندي « نوميږي، د نړۍ په څه باندې پنځه اوياهېوادونوکې د بشرحقوقوته د سپکاويوپېښې مستند کړي.

https://p.dw.com/p/DMqL
انځور: AP

د امريکاپرمتحده ايالتونو، اروپايي ټولنې اونورولويديځوهېوادونوباندې يې نيوکې کړي، چې د نړۍ د گڼ شمېرديکتاتورانولخوا د بشر د حقوقو د ترپښولاندې کولومخه نه نيسي، ځکه، چې دغه ديکتاتوران ځانونه ډيموکراتان بولي.

د هيومن رايټس واچ مدير کېنېټ » روټ « وويل، حتی په نړۍ کې د ډيموکراسۍ ترټولولوی دښمنان اوس ځانونه ډيموکراتان بولي. پدې توگه د ډيموکراسۍ اصطلاح په يوه بې معنی پوښ بدليږي. د امريکامتحده ايالتونه اواروپايي ټولنه د نړۍ گڼ شمېرديکتاتورانوته، چې صرف ظاهراً د ډيموکراتانوپه شان عمل کوي، په مينه د نږدې ملگروپه سترگه گوري. دغه ټکی اصلي رسوايي او د هيومن رايټس واچ د راپور خالص بيلانس دی.


آشنا شيطان ته ترجيح ورکول
د هيومن رايټس واچ مدير کېنېټ » روټ « زياته کړه:» په لوېديځوډيموکراسيوکې داسې تمايل شته، چې آشناشيطان ته ترهغه وگړي ترجيح ورکوي، چې نه يې پېژني. «

ترټولوښه بېلگه د پاکستان جمهوررئيس پروېز » مشرف « دی. د امريکا د متحده ايالتونوجمهوررئيس وويل، چې » مشرف « د ډيموکراسۍ مدافع دی. اوهغه هم په يوه وخت کې، چې د پاکستان د حکومت مخالفين ډله، ډله د پاکستان د استخباراتو د ادارې په شکنجه ځايونوکې تري تم کېدل.