تر ۲۰۵۰ کاله پوري به د نړۍ د نفوسو شمېر ۹،۵ ميلياردو ته ورسيږي
۱۳۸۹ مرداد ۸, جمعهد امريکا د نفوس شمېرني ادارې په خبره اوس په ټوله نړۍ کي ۶،۸۹ ميليارده انسانان ژوند کوي.
په ۲۰۵۰ کال کي به چين د نفوس له لحاظه لومړی ځای و نه لري، بلکي د هند نفوس به په نړۍ کي تر ټولو ډير وي.
د امريکايي ادارې په خبره تر ۲۰۵۰ کاله پوري به د هند د اوسېدونکو شمېر به ( ۱،۷۵ ملياردو) ته ورسيږي او په چين کي به ( ۱،۴۸مليادرده) انسانان ژوند کوي.
برتانيه به په ۲۰۵۰ کال کي د ډيرو کوچنيانو د زېږولو په کتارکي په اروپاکي لومړی ځای ولري.
برتانوي ورځپاڼه ديلي تیلیگراف د امريکا د احصايي د اداري په قول ليکي چي په روان وخت کي د برتانيې د اوسېدونکو شمېر ۶۲،۲ ميليونه دی چي دا به تر ۲۰۵۰ کال پوري ۷۱،۵ ته لوړ سي.
دا برتانيې ته ددې چانس ورکوي چي د نفوس له لحاظه تر فرانسې او جرمني مخکي سي.
لکه څنگه چي تمه کيږي تر ۲۰۵۰ميلادي کاله پوري به د فرانسې د نفوسو شمېر ۷ ميليونه لومړ سي چي ټول ټال به ۶۳ ميليونو ته ورسيږي. جرمني به د ديموگرافي له ستونزو سره مخامخ وي.
که د جرمني د اوسېدونکو شمېر اوس ۸۱،۶ ميليونه دی نو تر ۲۰۵۰ ميلادي کاله پوري کيدای سي دغه شمېر ۷۱،۵ ميليونو ته راکښته سي.
ag/ زيارمل
کتونکی. ضياالحق فضلي