1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۲۰۱۴ وروسته افغانستان کې د اآلماني سرتیرو د پاتې کیدو په اړه خبرې

۱۳۹۱ دی ۱۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17F5C

د آلمان د پوځ د صنفي اتحادیې د څرگندونو له مخې، د دغه هیواد پوځ په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې په رسمي توگه د پوځي عملیاتو د پای رسولو وروسته هم یو څه جنگي سرتیرو ته اړتیا لري. د دغه اتحادیې رئیس اولرېش کیرش Ulrich Kirch، «راېنشه پوست» نومې آلماني ورځپاڼې ته ویلي دي چې دوی ریزرف یا احیتاطي ځواکونو ته اړتیا لري چې د یوه بحران د رامنځ ته کیدو په وخت کې غبرگون وښيي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «تر اوسه نه شو کولای چې د دغه سرتیرو دقیقه شمیره په گوته کړو.» خو سره له دې هغه بیا هم اټکل کوي چې په دغه کنډک به د ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ تنو پوري سرتیرو ته اړتیا ته وي چې په ډاډمنه توگه په هره موقع کې مداخله وکولای شي.