1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۱۵۰۰۰ اضافه مهاجر د آلماني سرحدونو څخه شړل سوي

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

آلماني سرحدي ساتونکو سږ کال تر ۱۵۰۰۰ اضافه مهاجر بیرته شړلي دي. دا هغه کسان دي چي د آلماني چارواکو په خبره یې دې هیواد ته د داخلیدو شرایط نه وه پوره کړي.

https://p.dw.com/p/1K1OA
Deutschland Abschiebung Polizei
انځور: picture alliance/dpa/D. Maurer

فدرالي پولیسو د سه شنبه په ورځ (د سپتمبر میاشتي ۱۳مه نیټه) وویل چي یوازي د ۲۰۱۶م کال له پیل څخه بیا د تر جولای میاشتې تر پایه پورې ۱۴۹۳۶ کډوال د سرحدونو څخه شړل سوي دي.

دا هغه کسان دي چي پاسپورټونه او یا ویزې یې نه لرلې او یا یې هم نه غوښتل چې په آلمان کي پناه ورکړي. هغوی غوښتل د جرمني څخه په ترانزیټ شکل تیر او په نورو اروپايي هيوادونو کي پناه ورکړي.

یوازي د اتریش سره په سرحد کي ۱۱۶۹۱ مهاجر او له هوايي میدانونو څخه ۲۳۶۳ کسان بیرته شړل سوي دي. د فرانسې سره په سرحد کي۲۴۰، د سویس سره پر پوله ۱۶۲، د هالینډ سره ۱۱۸ او ډنمارک سره ۱۰۴ کډوالو ته د راداخلیدو اجازه نه ده ورکړل سوي.

له بلي خوا آلمان ته د یوې معینی فیصدۍ پر سر خبرې اترې روان دي. د سوسيال مسيحي گوند غوښتنه کوي چي آلمان ته باید د کاله تر ۲۰۰۰۰۰ اضافه مهاجر راداخل نه سي. د هغوی په خبره تردې حد اضافه ټول مهاجر باید هغو هيوادونو ته بیرته ولیږل سي چي په اصطلاح د دریمو مطمینو هيوادونو په توګه بلل کیږي. خو مسيحي دموکراټان او سوسيال ډيموکراټان بیا دغه غوښتنه ردوي.

سږ عیسوي کال تر اوسه پوري تر ۲۵۶۰۰۰ اضافه مهاجر جرمني ته راغلي دي. خودغه ارقام کیدای سي یو څه راکم سي. ځکه چي اکثره مهاجر دوه واري راجستر سوي او ځینی یې لا د تیر کال څخه پاته کسان دي چي سږکال ثبت سوي دي.