تر کښتۍ ډوبېدو وروسته تقريبا ۱۵۰ مهاجر لادرکه دي
۱۳۹۶ فروردین ۹, چهارشنبهد مديترانې په سمندر کي د يوې کښتۍ د ډوبېدنې وروسته د دغې کښتۍ ۱۵۰ مهاجر سپرلي لادرکه دي. دا خبر د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNHCR) له حادثې د ژوندي پاته سوي يو کس په حواله ورکړی دی. د ګامبيا سره تړاو درلودونکی له حادثې ژوندی پاته سوی يو ۱۶ کلن د هسپانوي پوځي بېړۍ له خوا ژغورل سوی دی.
له حادثې ژوندی پاته سوی ځوان د سوفيه په نوم د اروپايي اتحاديې د ځانګړي ماموريت د هسپانوۍ بېړۍ له خوا په مديترانه کي موندل سوی ؤ. وژل سوي چي دغه پناه غوښتونکی د اېټاليې په لامپېدوسا ټاپو کي يو روغتون ته انتقال کړل سوی دی.
د ګامبيا هيواد ژوند پاته سوي مهاجر و مرستندويانو ته ويلي دي چي کښتۍ يې د ليبيا له ساحل څخه سفر پېل کړی ؤ. UNHCR د دغه ګامبيايي مهاجر په حواله ويلي دي چي د حادثې سره مخامخ کېدونکې کښتۍ د يکشنبې يا دوشنبې په ورځ د ليبيا له صبراتا ښار څخه سمندر ته داخله سوې وه.
ژوندي پاته سوي مهاجر ويلي چي په کښتۍ کي ۱۴۶ پناه غوښتونکي سپاره ول. د هغه په وينا په مسافرو کي ۵ ماشومانو او يو شمېر حامله داره ښځې هم شاملي وې. هغه زياته کړې چي په کښتۍ کي د سپرو اکثرو مهاجرو تړاو د نايجيريا، ګامبيا او مالي هيوادونو سره ؤ. د هغه په وينا د سفر د پېل څخه صرف څو ساعته وروسته کښتۍ په ډوبېدو پېل وکړ.
د مهاجرت له پاره نړيوال سازمان (IOM) ويلي چي ژوندی پاته سوی ځوان تقريبا په ناڅاپه توګه د هسپانوي جنګي بېړۍ له خوا وليدل او وژغورل سو.
د مهاجرت د نړيوال سازمان په وينا د مېلادي کال د پېل راهيسي د ليبيا و ساحل ته نژدې لږ تر لږه ۵۹ مهاجر يا لادرکه سوي او يا وژل سوي دي. اېټالوي چارواکي وايي چي په روان کال يې يوازي د اېټاليې د ساحل له لاري څخه راغلي ۲۳۰۰۰ مهاجر ثبت کړي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):