1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر کمنستان به اروپاته د ګازو او تيلو د صادرولو په لاره کي ډيري هلي ځلي وکي

۱۳۸۶ اسفند ۷, سه‌شنبه

د ترکمنستان جمهورريس قربان ګل د جرمني د اقتصاد د وزير ميشايل ګلوس سره د خبرو پروخت په عشق آباد کي وويل، چي دا مهمه ده چي د خارج سره اقتصادي روابطو ته پراختيا ورکول سي.

https://p.dw.com/p/DKFx
د ترکمنستان ګاز به آذربايجان او وروسته اروپا ته ولېږل سي.
د ترکمنستان ګاز به آذربايجان او وروسته اروپا ته ولېږل سي.انځور: AP

د پخواني شوروي اتحاد د جمهوريتونو څخه تر روسيې وروسته ترکمنستان تر ټولو ډير د تيلو ګازو ذخيرې لري.

اروپايي ټولنه هيله مندي لري چي په څو کلوکي به د ترکمنستان ګاز د کسپين د بحيرې د لاري آذربايجان ته او د هغه ځاي څخه به بيا د پايپ لاين په واسطه اروپاته ولېږل سي.