تر ټولو زيات مهاجر لرونکي هيوادونه او مهاجر میشته سیمې کومي دي؟
په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې ۶۵نيم ميليونه کسان دې ته اړ شول چې خپل کورونه پريږدي. له دې ډلې څخه ۲۱ اعشاريه ۳ ميليونه يې مهاجر شول، چې په هغو کې له نيمايي څخه زيات یې د ۱۸ کلونو ښکته عمر لرونکي ماشومان دي.
مهاجرت ۲۰۱۶
تيرکال د نړۍ په کچه په اوسط ډول په هره ورځ کې نژدې ۳۴ زره کسان خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي ول.
مهاجرت ۲۰۱۶
په ۲۰۱۶ کال کې ۱۲۸ هيوادونو مهاجر لرل
مهاجرت ۲۰۱۶
تيرکال په اوسط ډول په هره ورځ کې نژدې ۳۴ زره کسان خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي.
مهاجرت ۲۰۱۶
سوريه ۴ اعشاريه ۹ ميليونه مهاجر
مهاجرت ۲۰۱۶
افغانستان ۲ اعشاريه ۷ ميليونه مهاجر
مهاجرت ۲۰۱۶
سوماليا ۱ اعشاريه ۱ ميليون مهاجر
مهاجرت ۲۰۱۶
په ۲۰۱۶ کال کې تر ټولو زيات مهاجر د نړۍ په پنځو سيمو،( منځنی ختيځ او شمالي افريقا، اسيا او پسفيک، افريقا، امريکا او اروپا) کې ميشت شول.
مهاجرت ۲۰۱۶
۲۰۱۶ کال کې د نړۍ ۶ سلنه مهاجر اروپا کې میشت شول
مهاجرت ۲۰۱۶
امريکا کې ۱۲ سلنه
مهاجرت ۲۰۱۶
آسيا او پسفیک کې ۱۴ سلنه
مهاجرت ۲۰۱۶
افريقا کې ۲۹ سلنه
مهاجرت ۲۰۱۶
او تر ټولو زيات مهاجر (۳۹ سلنه) په منځني ختیځ او شمالي افريقا کې میشت شول.
مهاجرت ۲۰۱۶
د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې دغې ادارې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۰ زره او ۷۰۰ کارکونکي د مهاجرو په برخه کې په دندولرل.
مهاجرت ۲۰۱۶
او دغه راز ۲۰۱۶ کال د مهاجرت په بهير کې يو مرګونی کال وو. تيرکال يوازې په مديترانۍ سمندرګي کې له ۵۰۰۰ نه زيات مهاجر چې غوښتل يې ايټاليا ته ځانونه ورسوي په اوبو کې مړه شول.