تر ټولو زيات ترافيکي بندښت په کومو ښارونو کي؟
د ترافیکي نظام په اړه تحقیق کونکي ادارې (اِن رِکس) د څیړنې په حواله په ټوله نړۍ کې ۳۸ هیوادونه داسي دي چیري چې په ۱۰۳۴ ښارونو کې موټر چلونکي له ډيرو سختو ترافيکي بندښتونو سره مخامخ کیږي. دغه ښارونه دلته وپېژنۍ:
لاس اینجلس
د لاس اینجلس ښار د ترافیکو د ترافيکي بندښت په اساس د ټولې نړۍ په کچه په لومړي مقام کې ځای لري. په دي ښار کې په اوسط ډول موټر چلونکي په کال کې ۱۰۴ ساعتونه په راه بندۍ کې تیروي.
مسکو
د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د لارۍ د بندښت یو مهم فکتور د سیمې د پراخوالي په تناسب د لږو سړکونو موجودیت دی. په مسکو کې موټر چلونکي په اوسط ډول په ټول کال کې ۹۱ ساعتونه په راه بندۍ کې تیروي.
نیویارک
د نیویارک خلک هم د ترافیکو د بیروبار له امله ډیر په زحمت کې وي. د دغه ښار اوسیدونکي په کال کې ۸۹ ساعتونه په خپلو موټرو کې له دې امله انتظار باسي، ځکه چې لارې ډیرې سختې بندې وي.
سان فرانسسکو
که تاسې سحر د ترافیکو د ازدحام پر مهال د سان فرانسسکو د ګولډن ګیټ برج، په راه بندۍ کې بند پاتې شئ، بیا نو په دې پوه شئ چې دا ستاسې وخت او پیسې دواړه در ضایع کوي. په امریکا متحده ایالاتو کې د راه بندۍ له امله هر کال موټر چلونکي په اوسط ډول ۱۴۰۰دالره اضافي لګښتونه زغمي.
ساؤ پاؤلو
د برازيل هیواد ساؤ پاؤلو، ښار د ترافیکي راه بندښت له امله په نړۍ کې شپږم ځای نیولی دی. په دې ښار کې موټر چلونکي هر کال نږدې ۷۰ ساعتونه په راه بندښت کې تیروي.
لندن
که د ترافیکو د بیرو بار خبره وي، نو په اروپا کې بریتانیا په دې برخه کې دریم ځای لري. د څیړونو په حواله د دې تر ټولو لوی لامل په دغه هیواد کې د آن لائن شاپنګ یا د انټرنټ له لارې د خریدارۍ مخ پر زیاتیدونکی کاروبار دی چې له امله په سړکونو کې د نورو ترانسپورتي وسایلو سربیره د فرمائش شویو سامان آلاتو لیږدونکو موټرو برو بار هم زیات وي.
چین او جاپان
که څه هم د (اِن رِکس) ادارې د چين او جاپان اعداد او شمیرې نه دي راټول کړي، خو د دغو دواړو هیوادونو د ترافیکو وضعیت هم مخ پر خرابیدو ښکاري.
افریقا
نوموړی ادارې په افریقا کې په دې اړه ارقام نه دي راټول کړي، خو په سړکونو کې د موټرو د بیرو بار له امله موټر چلونکي له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د بیلګې په توګه د نایجیریا تر ټولو لوی ښار لاګوس خلک له راه بدښت څخه ډیر اغیزمن کیږي.
کابل
د افغانستان پلازمېنه کابل هم د راه بندښت له مخې تر چا کم نه دی. دغه ښار چې تر ګنجایش د ډیرو خلکو کوربه دی، موټر چلونکي یې په ساعتونو ساعتونو په لار بندیو کې بند پاتې وي. د وګړو او موټرو د ډیرښت سربیره د ترافیکي قوانینو نه مراعتول هم په دې ښار کې د راه بندښت له عمده عواملو څخه شمیرل کیږي.