تر ټولو زاړه واکمنان څوک دي؟
۷۰ کلن دونلد ترمپ د امریکا تر ټولو زيات عمر لرونکی ولسمشر دی. خو په نړۍ کي تر هغه زيات عمر لرونکي واکمنان هم سته. په دغه انځوريز راپور کي يې وپېژنئ:
۸۰ کلن، سلمان بن عبدالعزيز السعود، سعودي عربستان
سلمان بن عبدالعزيز السعود د سعودي د مخکني پاچا عبدالله تر مړيني وروسته د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کي د سعودي پاچا سو.
۸۲ کلن، اکيهيتو، جاپان
اکيهيتو لږ وخت مخکي اعلان کړی چي له واک څخه به ليري سي. هغه د خپل پلار او مخکني امپراتور هيروهيتو د مرګ وروسته په ۱۹۸۹ کال د جاپان پاچا سو.
۸۰ کلن، پرناب مکهرجي، هند
پرناب مکهرجي په هند کي پر بيلو سياسي منصبونو وظيفه درلودلې ده. هغه د کانګريس ګوند د کانديد په توګه د ۲۰۱۲ کال د جولای مياشتي په ۲۵مه نېټه د هند ۱۴ ولسمشر وټاکل سو.
۸۳ کلن، پاول بيا، کامرون
پاول بيا د ۱۹۸۲ کال راهيسي په افريقايي هيواد کامرون کي واکمن دی. پر نوموړي تور دی چي د واکمن کېدو راهيسي يې په دغه هيواد کي په انتخاباتو کي درغلۍ کيږي.
۸۵ کلن، راول کاسترو، کيوبا
راول مودېستو کاسترو د ۲۰۰۸ کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د کيوبا د ملي پارلمان له لوري د هيواد د ولسمشر په توګه وټاکل سو. نوموړي د خپل ورور او اوږدمهال واکمن فيدل کاسترو څخه وروسته د هغه ځای ناستی سو.
۸۷ کلن، صباح الأحمد الجابر الصباح، کوېت
صباح الأحمد الجابر الصباح د کوېت پنځم امير دی. نوموړی د ۲۰۰۶ کال د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د کويت واکمن سو.
۸۸ کلن، سلطان عبد الحليم معظم، قدح در الامن
عبدالحليم معظم ۸۸ کاله عمر لري او ښايي د هيوادونو د واکمنانو تر ټولو لوی نوم هم د ده وي. د هغه بشپړ نوم داسي دی: سرالمعتصم باللہ محب الدین توانکو الحاج عبد الحلیم معظم شاہ ابن المرحوم سلطان بادلیشاہ
۸۹ کلن، باجي السبسي، تونس
باجي السبسي په ۲۰۱۴م کال د تونس د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د دې څخه تر مخه هم نوموړي تقريبا ۵۰ کاله په سياست کي تېر کړي.
۹۰ کلنه، ملکه اليزابېت دوهمه، بريتانيا
اليزابېت دوهمه د ۱۹۵۲ کال د فبرورۍ په ۶ مه نېټه د بريتانيې ملکه سوه. کله چي نوموړې په ۲۰۱۷ کال ۹۰ کلنه سوه نو په بريتانيه کي خورا لوی مراسم نيول سوي ول.
۹۳ کلن، رابرت موګابې، زمبابوې
رابرت موګابې په خپل ۹۳ کالو عمر د نړۍ تر ټولو زوړ واکمن دی. هغه د ۱۹۸۷ کال د دسامبر د ۲۲مې نيټي راهيسي د زمبابوې واک په لاس کي لري.