تر ټولو زاړه انسانان او د اوږد ژوند «رازونه» يې
مبا ګوتو پخپله وينا د ۱۴۶ کالونو ؤ. په دغه انځوريز راپور کي د مباګوتو او نورو زړو انسانانو او د هغوی د اوږد ژوند د «رازونو» په اړه معلومات لوستلای سئ:
د زېږېدنې د ورځي مبارکي
د مبا ګوتو ۱۴۶مه کليزه د ۲۰۱۶م کال د دسمبر پر۳۱مه نېټه ولمانځل سوه. په دغه لمانځنه کي د هغه د اولادونو پنځم او شپږم نسل هم حاضر ؤ.
اوږد ژوند
د مبا ګوتو کورنۍ د هغه د ۱۴۶مي کليزي له پاره خاص کيک جوړ کړی ؤ. پر دغه کيک د هغه د کليزه ۱۴۶ شمېره او د هغه د زېږېدني تاريخ د۱۸۷۰م کال د دسمبر ۳۱مه نېټه هم ليکل سوی ؤ. مباګوتو يو ډېر ښه لامبوزن ؤ. هغه په کب نيونه کي ډېر مهارت لاره.
له خپل شپږم نسل سره
د مباګوتو لوڼي او زامن نور ژوندي نه دي. د هغه لمسيان او لمسياني حتی اوس زاړه سوي دي. نوموړي دومره ژوند وکړ چي خپل پنځم او شپږم نسل يې هم وليد.
د صبر زده کړه
مباګوتو ويل چي په ژوند کي صبر ورته ډېر مهم دی. د هغه په وينا ښايي همدغه صبر د هغه د اوږد ژوند يو مهم لامل ؤ. مباګوتو په خپله کورنۍ کي يوازنی کس ؤ چي دومره اوږد ژوند يې وکړ.
د مږور مرسته
مباګوتو څلور ودونه کړي ول خو د هغه څلور واړې مېرمني وفات سوي دي. هغه د خپل زوی د کونډي په کور کي له خپلو لمسيانو سره ژوند کاوه.
نړيوال ريکارډ نه لرونکی
د اندونيزيا دولت د مباګوتو د زېږېدنې تاريخ درست باله. خو د مباګوتو نوم د ريکاډونو په نړيوال کتاب ګينس کي د تر ټولو زوړ انسان په توګه نه ؤ درج سوی، ځکه د يوه بې طرفه اړخ له خوا د هغه د پيدايښت اسنادو تثبيتول اړين ول.
په ريکارډ کي د چا نوم دی؟
دمګړی د نړۍ د تر ټولو زوړ انسان په توګه د ګينس ريکارډ په کتاب کي د فرانسوۍ ږان کلم نوم درج دی. دغه مېرمنه چي په ۱۹۷۷م کال کي مړه سوه، ۱۲۲ کاله يې ژوند وکړ.
«نور اسناد له کومه کړو؟»
تر مباګوتو مخکي هم ځيني نورو انسانانو د تر ټولو زیات عمر لرلو ادعاوي کړي دي. د بېلګي په توګه په نايجيريا کي يوه سړي ويلي ول چي عمر يې ۱۷۱ کاله دی. يو بل کس په ايتوپيا کي د ۱۶۳ کالونو عمر درلودلو ادعا درلوده. خو دغه کسان نه دي توانېدلي چي اړين اسناد د گينس ريکارډ ادارې ته وړاندي کړي.
د بوليويا کارمېلو
د بوليويا اوسېدونکی کارمېلو فلورېس لاورا هم ادعا لري چي د نړۍ تر ټولو زوړ انسان دی. هغه وايي چي د اسنادو له مخي په ۱۸۹۰م کال کي زېږېدلی دی. هغه د خپل اوږد ژوند راز دا بولي چي وايي ځان يې د اوړو له مصنوعاتو لکه مکرونيو او په همدې شان خوږو شيانو او بورې څخه ليري ساتلی دی.
د هند تر ټولو زوړ انسان
د سوامي سيواناندا په نوم هندی د ۱۸۹۶م کال د اګست پر ۱۸مه نېټه زېږېدلی ؤ. د هغه په هکله فکر کيږي چي د هند له تر ټولو زړو انسانانو څخه يو ؤ. دغه ۱۱۷کلن شخص تر ۲۰۱۳م کال پوري ژوند وکړ. سيواناندا به ويل چي د اوږد ژوند راز يې دا دی چي په ژوند يې جنسي اړيکي نه دي درلودلې او ډېر ترخه خواړه يې خوړل.
جاپانی نيکه
د جيرومون کيمورا په نوم شخص ته د نړۍ د تر ټولو زيات عمر لرونکي نارينه په سترګه کتل کيږي. دغه سړی چي په ۱۸۹۷م کال کي زېږېدلی ؤ ۱۱۶کاله يې ژوند وکړ. هغه ويل چي که څوک غواړي اوږد ژوند وکړي نو بايد په دوامداره توګه او هره ورځ يو نوی شی زده کړي.