1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر راتلونکو پنځو کلونو به نيمايي افغانان انترنيټ ته لاس رسی ولري

۱۳۸۹ اسفند ۴, چهارشنبه

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير امير زی سنګين وايې حکومت يې پلان لري تر راتلونکو پينځو کلونو پوري د افغانستان نيمايې وګړو ته انټرنيټي اسانتياويي برابري کړي.

https://p.dw.com/p/R3UP
دمګړۍ ډير لږ افغانان او هغه هم په لويو ښارونو کي انټرنټي خدمتونو ته لاس رسی لري.
دمګړۍ ډير لږ افغانان او هغه هم په لويو ښارونو کي انټرنټي خدمتونو ته لاس رسی لري.انځور: AP

سنګين همدا راز افغانانو ته ژمنه ورکړه چي په راتلونکو درو کلونو کي به هغو سيمو ته هم دتليفوني خدمتونو لمن پراخه کړي، چي اوس دغه اسانتياوي شتون نه لري.

« د انترنت په برخه کي افغانستان ډير وروسته پاته دي، يوازي څلور سلنه افغانان انټرنټ ته لاس رسی لري، موږ هڅه کووچي په پينځو کلونوکي دغه کچه پنځوس سلنه ته ورسوو، موږ هڅه کوو چي له جي اس ام تکنالوژۍ وروسته د تري جي تکنالوژۍ چي اوس په نړۍ کي ترينه کار اخيستل کيږي فعاله کړو».

انټرنټ نن صبا د نړۍ په کچه له مهمو نښلونکو ټکنالوژيو څخه شميرل کيږي، په داسي حال کي چي ډيری افغانان يې حتي له نوم سره آشنايي نه لري.

دمګړۍ ډير لږ افغانان او هغه هم په لويو ښارونو کي انټرنټي خدمتونو ته لاس رسی لري.

روشن، افغان بيسيم، اتصالات، ام – ټي- ان او افغان تيلي کام هغه پيځه مخابراتي شرکتونه دي چي، په افغانستان کي فعاليت کوي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير همدا راز وويل چي تر راتلونکو درو کلونو پوري به ټول افغانان ترټليفوني چتر لاندي راسي.

همدا راز الکترونيکي پيژند پاڼي بله هغه برنامه ده چي پري دمګړی افغان دولت کار کوي.

سنګين وايې چي په دغو پروژه به په لسګونو مليونه امريکايي ډالره لګښت راسي چي چاري يې لا وختي پيل سوي.

نوموړی وايې افغانستان ښايي له محدودو هغو هيوادونو څخه وي چي اوس يې هم وګړي له کاغذي پيژند پاڼو يا تذکرو څخه کار اخلي.

د مګړۍ په افغانستان کي پينځه مخابراتي شرکتونه فعاليت لري چي د موبايل ټليفون خدمتونو تر څنګ خپلو ګډون والو ته انټرنيټي خدمتونه هم وړاندي کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل