تر دې وروسته به يوازي په کابل کي د پنجشنبې ورځي هم رخصتي وي
۱۳۸۹ آذر ۹, سهشنبهد حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر مرستيال سيامک هيروي وويل چي دغه ګام وروسته تر هغه پورته سوی چي د چاپريال ساتني اداري د کابل ښار د هوا د پاکوالي لپاره کابينې ته دغه وړانديز وکړ.
د چاپريال ساتني د ملي ادارې ريس مصطفي ظاهر د کابيني غړو ته د وينا پرمهال د پلازمېني چاپريال دردونکي وباله او ويلي يي دي چي له اندازي څخه زيات د وسايطو تګ راتګ، د بريښنا د توليدونکو جنراتورونو له ظرفيت څخه زياته ګټه اخيستنه ، د بې کيفيته سونګ توکو واردول، په ښار کي د کثافاتو زياتوالي، په کوچنيو داشونو او فابريکو کي له لوګي لرونکو سونګ توکو کار اخيستل د کابل ښار هوا سخته خرابه کړې ده.
د هغه په خبره د ښار په فضا کي د اکسيجن فيصدي له مجازي اندازي څخه ډيره ټيټه سوې چي په پايله کي دا کار په اوږدمهال کي د ماشومانو، اميدوارو مېرمنو، بوډاګانو او د کابل د نورو ښاريانو ترمنځ د خطرناکو ناروغيو د خپريدو سبب کيږي.
د ولسمشر د ويندوی د دفتر مرستيال وويل چي پس له دې به د پنجشنبي ورځ يوازي په پلازمېنه کابل کي د رخصتۍ په توګه وي او په نورو ولايتونو کي به مامورين په عادي بڼه د پنجشنبي په ورځ خپلو چارو ته دوام ورکوي.
د يو بل خبر له مخه دافغانستان جمهورريس د اروپا د امنيت اوهمکارۍ د سازمان په غونډو کي د گډون په مقصد نن د سې شنبې په ورځ د يوجګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ګاونډي قزاقستان په لور وخوځيد.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د مرستيال سيامک هيروي وينا ده چي جمهور ريس د اروپا د امنيت او همکارۍ د سازمان د غونډو په لومړى ورځ وينا کوي چي د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پرخلاف مبارزه کي د گډي همکاري او د اقتصادي او سيمه ييزو همکاريو د پراختيا پر اړتيا باندي به تمرکز ولري.
ټاکل سوي چي ولسمشر کرزی به د دغي غونډي په هډانه کي د اروپايي ټولني له ريس ، د ملګروملتو د سازمان له سرمنشي او په دغو غونډو کي د برخه والو حکومتونو او دولتونو له يوشمير مشرانو سره ددوه اړخيزو اړيکو د پراختيا په باب خبري وکړي.
هيروي وويل چي يو شمير لوړ پوړي امنيتي افغان چارواکي به په دغه سفر کي د ولسمشر ملګرتيا کوي.
همدا راز د وزيرانو شورا له ټولو کابل ښاريانو غوښتنه کړې چي پس له دې د دوشنبي په ورځ د امکان تر حده پوري د شخصي موټرو له کارولو ډډه وکړي او پر ځای يي حکومتي سرويسونه غوره کړي.
شورا دغه غوښتنه د پلازمېني کابل د چاپريال د ښه والي لپاره مطرح کړې ده.
د يادولو وړ ده چي افغان حکومت تير کال پارلمان ته د پنجشنبي د ورځي د رخصتۍ په اړه يوه مصوده استولې ول چي تر اوسه پوري پارلمان نده منظور کړې.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل