«تر خبرو دمخه د طالبانو شرطونه د منلو نه دي»
۱۳۹۴ اسفند ۱۹, چهارشنبهد بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر فیلپ هامونډ، پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی دی. د سه شنبې په ماښام د پاکستان له جگپوړو سیاسي او پوځي مشرتابه سره هغه ملاقاتونه وکړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې له سرتاج عزیز سره تر ملاقات وروسته فیلپ هامونډ په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کې د تروریزم خلاف د پاکستان د ولس او پوځ قرباني وستایله.
هغه وویل چې بریتانیا او پاکستان په سیمه کې د ثبات، تروریزم د له منځه وړلو او د نړۍ د سوکالۍ په جگړه کې ملگري دي او په راتلونکې کې به هم وي.
هغه ویلي دي چې له سرتاج عزیز سره یې په لیدنه کتنه کې د سیمې د ثبات په هکله هم خبري کړي دي. د فیلپ هامونډ، په خبره په افغانستان کې د جوړجاړي د رامنځ ته کیدو له پاره د پاکستان هڅو ته خوشبیني موجوده ده. هامونډ زیاته کړې ده چې پر دې خبره هم غور شوی دی چې نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې په پروسه کې نور څه کولای شي.
هغه په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان پولې دواړو خواوو ته ترهگر بریدنه کوي او دواړه حکومتونه پر دې سره سلا دي چې پر یوه او بل هیواد باندې د یرغل کوونکو له پاره ځای نه شته.
خو هغه زیاته کړې ده چې دواړه هیوادونه دې یو د بل امنیت ته پام وکړي. فیلپ هامونډ، یادونه کړې چې د دې ترڅنگ د دواړو هیوادونو تر منځ بې باوري هم شته خو ډاډ یې ښوولی چې دغه باور به بیرته رامنځ ته شي.
په عین وخت کې د پاکستان او هند د اړیکو په هکله د اخیستل شوو گاومونو په هکله هم فیلپ هامونډ خوشبیني څرگنده کړې ده.
سرتاج عزیز د بریتانيا د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه او ویې ویل چې هیواد یې له بریتانيا سره دوستانه اړیکو ته ډیر اهمیت ورکوي. د افغانستان د سولې د خبرو اترو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه هیله څرگنده کړه چې ښایي د خبرو اترو دغه لړۍ په راتلونکو څو ورځو کې پېل شي.
د سرتاج عزیز په خبره په افغانستان کې د امنیت د ټينگښت له پاره په خبرو اترو کې مرکزي نقش افغان حکومت او طالبان لري. پاکستان، چین او امریکا متحد ایالات د تسهیل کوونکي نقش لري.
د افغان طالبانو له لوري په خبرو اترو کې د نه گډون په هکله هغه وویل چې طالبان باید په دې پوه وي چې د دوی د شرایطو په هکله د خبرو اترو دمخه نه، بلکې د مذاکراتو په نتیجه کې پرې خبري کیدای شي. هغه زیاته کړه: «افغان طالبانو ته به رسوونکی بنسټیز پیغام هم دا وي چې ډیری شرایط چې هغوی یې وړاندې کوي د خبرو اترو په پایله کې پوره کیدای شي، خو تر هغه د مخه يې منل امکان نه لري.»
د سرتاج عزیز په خبره پاکستان دغو خبرو اترو ته د زمينې برابرولو په برخه کې تر خپله وسه کار کړی دی. د هند او پاکستان د اړیکو په برخه کې هغه د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د سیاسي معینانو په کچه د مذاکراتو د ژر پېلیدو هیله څرگنده کړه.