1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر بل هر ځای په کابل کي له ښځو سره زور زياتی

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یوه تازه ارزونه ښيي چې د هیواد په کچه تر بلي هري سیمي په کابل کي له ښځو سره د تاوتریخوالي ډيري پیښي ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/18QfN
Junges Mädchen als Opfer von häuslicher Gewalt Caption Junges Mädchen als Opfer von häuslicher Gewalt Schlagworte Personen, Frauen, Jugend, Kinder, Menschen, Opfer, Soziales, traurig, Angstzustände, Mädchen, Anonymität, gefangen, deprimiert, kauern, verzweifelt, schämen, Kind, Vergewaltigung, Vergewaltigungsopfer, Schatten, Einsamkeit, Mensch, Trauer, einsam, Psyche, Mißbrauch, Depression, anonym, depressiv, Emotionen, Hand, Angst, Frau, häusliche Gewalt, Furcht, Bedrohung, Mißbrauchsopfer, mißbraucht, Kriminalität, sexuelle Gewalt, Trauma, Jugendlicher, Scham, allein, Verzweiflung, sexueller Mißbrauch, Gewalt, Leid, Jugendliche, vergewaltigt
Junges Mädchen als Opfer von häuslicher Gewaltانځور: picture-alliance/Photoshot

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون شمېرې ښيي چې تیر کال په ټول ملک کې له ښځو سره د تاوتریخوالي۵۸۰۰ پیښي ثبت شوي وې چې یوازي ۲۴۷۷ یي په کابل کې وې.

تر کابل وروسته هرات د ۹۸۷ پیښو په درلودو دوهم ځای درلود، چيري چې ډيرو ښځو د بیلا بیلو زور زیاتیو له کبله ځان سوځني ته مخه کړې ده.

کمېسیون وايي په ننګرهار کې له ښځو سره د زور زیاتي ۶۰۷ پیښي، په کندهار کې ۵۱۹ په بامیانو کې ۲۱۲ په بلخ کې ۱۲۶ او په کندز کې ۱۲۱ پیښې له دوی سره ثبت شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کېسیون کمشنري ثریا صبحرنګ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۲) په کابل کې وویل:

«په۱۳۹۱کال کې مو د تاوتریخوالي۵۸۰۰ پیښې درلودې په ۱۳۹۰کال کې مو ۴۸۶۵ پیښي درلودي چې وړم کال کې ۲۷۶۶ پیښي زموږ سره ثبت شوي وې، نو دغو شمېرو ته په کتو سره له ښځو سره د تاوتریخوالي ګراف لوړ والی ښيي او سخت یي اندیښمن کړي یو.»

که له یوې خوا له ښځو سره په یو شمیر سیمو کې د خپلو کورنیو او سیمه يیزو زور واکانو له خوا زیاتی کیږي تر څنګ یي یو شمېر دودونه د دې لامل شوي دي چي ښځي خپل ږغ نه شي پورته کولای.

د ولسي جرګې غړې ګلالۍ صافۍ وایي یو لړ حکومتي قوانینو او خراب دودونو یو بل ته لاس ورکړی او د ښځو د عدالت غوښتني مخه یې نيولې ده:

«له دې سره سره چې موږ یو اسلامي هیواد یو او یو شمیر ښه دودونه لرو، خو له بده مرغه یو شمیر بد دودونه هم شته، حتی ځيني کسان خپلي ښځي تن فروشۍ ته اړ باسي. آیا د هغوی د دغو خبرو منل ښه کار دی؟ حکومت باید مداخله وکړي چې له ښځو سره د ظلم او بدبختۍ مخه ونیسي او عدالت علمي کړي.»

د بشري حقونو د څار سازمان د تیر کال په دسمبرمیاشت کې په خپل کلني راپور کي وویل چې د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا۴۰۰ تنې ښځي بندۍ دي چې اویا سلنه یې له کور څخه د تېښتي په جرم نیول شوي دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر په دې باور ده چې له ښځو سره تاوتریخوالی په لنډ مهال کې حل لاره نه لري او دا ښايي لسیزي وخت ته اړتیا ولري چې د هغوی حقونه په بشپړ توګه اعاده شي:

«له ښځو سره زور زياتی داسي څه نه دئ چي په راتلونکو لسو شلو کلونو کې یي کم کړو. دا هر څه له ټولنیزو حالاتو سره تړاو لري او ډير وخت ته اړتيا شته.»

ډيری ولسي خلک په افغانستان کې له قانوني تعقیب څخه د تیري کوونکو معافیت له ښځو او نجونو سره د زور زیاتیو د زیاتوالي اصلي عامل ګڼي.

هغوی له حکومت او نړیوالي ټولني څخه غواړي، چي پر ښځو او نجونو تیري کوونکو ته سخته جزا ورکړي او یا یي لږ تر لږه د زندان د تورو تمبو شا ته واچوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب