1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر اوسه لا په 108هيوادونو کي د ملاريا د ناروغۍ خطر سته

۱۳۸۹ اردیبهشت ۵, یکشنبه

د نړيوال روغتيايي سازمان WHO د وينا له مخه په نړۍ کي د ملاريا د ناروغۍ دله منځه وړلو دپاره ديوې اغيزمني مبارزې دپاره په کال کي پنځو ملياردو امريکايي ډالرو ته اړتيا سته...

https://p.dw.com/p/N5wS
د ملاريا غوماشه د وينو زبېښلو پر مهال
د ملاريا غوماشه د وينو زبېښلو پر مهالانځور: picture alliance/dpa

خو عملاً ددغه ناروغۍ سره دمبارزې دپاره نړيوال روغتيايي سازمان د لسو کالو په موده کي 2.7 مليارده ډالره تر لاسه کړي دي.

د ملاريا د ساري ناروغۍ سره د مبارزې يوه لاره داده، چي بايد ددغه ناروغۍپه مقابل کي خلک واکسين سي. د اپريل د مياشتي د 24 نيټې څخه را پديخوا په افغانستان او د نړۍ په 21 نورو هيوادونوو کي ددغه ناروغۍ پر ضد واکسين کول پيل سوي او هسي چي د نړيوال روغتيايي سازمان په يوه رپوټ کي ويل کيږي ، دملاريا دناروغۍ پر ضد د واکسين کمپاين به دسلو څخه په زياتو نورو و هيوادونو کي پيل شي.

د ملاريا اونورو ساري نارغيو پر ضدواکسين په تيره بيا د ماشومانو دپاره حياتي ازرښت لري. خو له دبده مرغه په افغانستان کي هرکال څه نه څه 180000 ماشومان د فلج ، تبر کولوز، ملاريا اونورو ساري ناروغيو په مقابل کي د واکسين کولو څخه بي برخي پاته کيږي.

دملاريا د ساري ناروغۍ سره د مبارزې بله اغېزمنه لاره دماشو جاله ده . په هغه سيمو کي، چي دملاريا د ناروغۍ خطر سته بايد پر خلکو باندي دغه جالې وويشل سي،تر څو، چي دوی تر هغه لاندي ويده سي.

په ملاريا ناروغۍ اخته کسان
په ملاريا ناروغۍ اخته کسانانځور: AP

د ملاريا ناروغۍ پر ضد د نړيوال روغتيايي سازمان د پرو ګرا م مشر پروفيسور آوا ماري کول سيک وايي، دغه جاله په يوه خاص ډول سره اوبدل سوې او سړی کولای سي څلور پنځه کاله ترې کار واخلي. ددغي جالې په استعمالولو سره په سلو کي 25 د ماشومانو د مړني مخنوی کيدای سي او په سلو کي 50 د ملاريا دنارغيو مخه نيول کيږي.

تر 2008 ميلادي کاله پوري نړۍ د روغتيايي سازمان او دهغه دمربوطو څانګو له خوا يواځي د افريقا په وچه کي څه نا څه 140 مليونه جالې ويشل سوي.خو ددې ټولو اقدامات سره سره بياهم لاتر اوسه په نړۍ کي د ملاريا د ناروغۍ خطر سته او دغه خطر دافريقا په وچه کي ډير دی .

همداشان د ملاريا د ناروغانو ددرملني په برخه کي هم نيمګړتياوي او خنډونه سته او ډيرو ناروغانو ته لازيم درمل نه رسيږي. نن و رځ د ACTs په نامه يوه درمل سره ددغه ناروغۍ درملنه کيږي. دغه درمل ديوه بوټي څخه چي په چين کي شنه کيږي لاس ته راځي خو دغه درمل بايد به يوه خاص متود سره استعمال سي، او به هغه سيمو کي اغيزمن ثابتيږي، چي يو روغتيايي سيسټم نافذ وي.

تر ټولو مهمه اواصلي مسله داده، چي د هري ناروغۍ سره د مبارزې دپاره پيسې په کار دي. مثلا دملاريا د ناروغۍ سره د اغېزمني مبارزې دپاره په کال کي پنځو ملياردو امريکايي ډالروته اړتياده.

Lattus, Asumpta/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل