1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر افغانستان وروسته به د آلمان امنيتي سياست څرنگه وي؟

احمد ولي اڅکزی (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۸, دوشنبه

په افغانستان کي د آلماني پوځ ماموريت په تيرو څلورو کلنو کي د آلماني سياست يوه مهمه موضوع وه. که له يوې خوا آلماني عسکر ووژل سول او انخلا وځنډېده، نو له بلې خوا د آلماني گوندونو نتيجه گيري هم همږغې نه وه.

https://p.dw.com/p/19c4Z
Gepanzerte Fahrzeuge der Bundeswehr - hier ein "Fuchs" - fahren am 10.08.2013 aus dem Frachtschiff "Suecia Seaways" in Emden (Niedersachsen). Es sind die ersten Bundeswehr-Fahrzeuge, die aus Afghanistan zurückkommen. Foto: Carmen Jaspersen/dpa
Afghanistan Bundeswehr Ankunft in Emden Fuchs Gepanzerte Fahrzeugeانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د کيڼ اړخو گوند پر انتخاباتي لوحو په لويو تورو ليکل سوي دي چي «د وسلو خرڅلاو بايد منع او دباندي پوځي ماموريتونه بايد پای ته ورسول سي.» کيڼ اړخه گوند د آلمان د فډرالي شورا بندستاگ يوازنی گوند دی، چي غواړي له هيواده دباندي د آلمان ټول پوځي ماموريتونه ختم کړي.

دغه گوند غواړي چي له افغانستان څخه هم آلماني عسکر وايستل سي. دغه گوند په دغه شعار سره خورا تعرضي انتخاباتي کمپاين کوي. په بندستاگ کي د دغه گوند استازی ين فان اکن له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:

«دا موضوع د کيڼ اړخو گوند د زړه موضوع ده. که څه هم چي زما د انتخاباتي کامپاين مشاويرين راته وايي چي په بهرني سياست سره څوک رايي نسي تر لاسه کولای خو زه په بل باور يم.»

د افغانستان په شمال کي اوس تقريباً۴۱۰۰ آلماني عسکر مستقر دي. د کيڼ اړخو گوند برعکس نور گوندونه په دې باور نه دي چي په افغانستان کي د آلماني پوځ ماموريت ناکامه دی. دغه گوندونه د بيا رغونې کارونو ته اشاره کوي او وايي چي افغانان ژمن دي چي تر۲۰۱۴کال وروسته به امنيت په خپله وساتي. خو پر هغه سر بيره دغه ستونزمن ماموريت نورو پوځي ماموريتونو په پرتله په آلماني سياست کي تغير راوستلی دی.

له کړاونو ډکه د زده کړې پروسه

د آلمان ټول سياسي گوندونه په دې هکله په يو نظر دي چي پارلمان او حکومت تر ډيره وخته د افغانستان د پوځي ماموريت چلينجونه سم نه ول درک کړي. د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند سياستوال هانس پېټر بارټلز په دې هکله وايي:

«زه فکر نه کوم چي موږ به يو ځل بيا په داسي يو ماموريت کي برخه واخلو چي پکښي د پنځوسو هيوادونو عسکر او تر اتيا د زياتو هيوادونو مرستندويه ټولني ښکېلي وي. داسي ماموريت چي موخه يې د يو بشپړه هيواد ثبات ته رسول او ملت جوړونه وي.»

بارټلز له دويچه ويله سره د خبرو پر مهال زیاته کړه چي په يوه هيواد کي د «ملت جوړونې» دنده پر غاړه اخيستل يو ډېر مشکل کار دی. د نوموړي په وينا ښايي د بهرنيو مرستو بېلابېل والی د دې مانع وگرځي چي په هيواد کي دننه يو مشترک هويت رامنځ ته سي.

د هدف دقيق تعين او د اړينو مرستو تيارېدل

د آلمان په فدرالي شورا بندسټاگ کي د مسيحي ديموکرات حکومتي گوند غړی رودريش کيزه وېټر، بيا وايي چي د سياسي هدف او لاسته راوړنو دقيق تعين ډېر اړين دی. هغه زياتوي:

«د آلمان پوځ اړينو تجهزاتو ته اړتيا لري. دغه پوځ په کلونو په افغانستان کي بې له اړينو تجهيزاتو د جنگي ملاتړ په ماموريت بوخت وو. تر هغه وروسته چي زیات عسکر ووژل سول پر دې غور وسو چي تغيرات راوستل سي.»

په افغانستان کي تر اوسه پوري ۳۵ آلماني عسکر وژل سوي دي چي د دغه ماموريت يوه لويه بيه ده. د آلمان د آزاد لبرال گوند بيا وايي چي د يوه پوځي ماموريت تر پيلېدو دمخه لا بايد د انخلا له پاره ستراتيژي جوړه سي.

د آلمان زرغون گوند بيا پر خپلو ټاکنيزو لوحو باندي ليکلي دي چي د آلماني پوځ افغان مرستندويانو ته دي آلمان ته د راتگ اجازه ورکړله سي. دا چي په افغانستان کي پاته کېدونکي د آلماني پوځ افغان مرستندويان له گواښ سره مخامخ دي، په افغانستان کي پر موجودي بې امنۍ دلالت کوي.

راتلونکي ماموريتونه

له کلنو راهيسي په آلماني پوځ کي داسي تغيرات راوستل کيږي چي د دباندي ماموريتونو ته برابر کړل سي. دا چي په راتلونکي کي به د آلماني پوځ له هيواد څخه دباندي ماموريتونه څرنگه وي، په تړاو يې د آلمان د گوندونو تگلاري دقيقي نه دي. د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند غړی هانس پېټر بارټلز په دې هکله وايي:

«د ماموريت له پاره صحيح تگلاره دا ده چي څوک په هر صورت کي ځان د لانجې د اوارۍ له پاره مسئول وگڼي.»

د آلمان مسيحي ديموکرات گوند بيا وايي چي د سمندري داړه مارانو له خوا پر تجارتي بېړيو بريدونه د دې تقاضا کوي چي آلمانی پوځ مجهز کړل سي. دغه گوند په غېر مستقيمه توگه دغه موضوع د اقتصادي دلچسپيو په توگه په خپل ټاکنيز پروگرام کي داخله کړې ده. کيڼ اړخی گوند بيا وايي چي د دباندي پوځي ماموريتونه دي ختم کړل سي او هغه پيسې چي له کبله يې سپمول کيږي بايد په دغو هيوادونو کي د سوله ييزو قوتونو په جوړولو مصرف سي.