ترکیه: په وسله واله نښته کې ۳۰ تنه وژل شوي دي
۱۳۹۱ شهریور ۱۳, دوشنبهاعلان
د ترکیې په سویل ختیځه برخه کې تیره شپه ناوخته کردي یاغیانو پر یوې دولتي پوستې باندې برید کړی دئ. د رپوټونو په حواله په دغه وسله واله نښته کې شاوخوا ۳۰ تنه وژل شوي دي. دغه پیښه د سیرنک په ایالت کې رامنځ ته شوې ده. د ځایي مقاماتو په وینا په دغه برید کې لس تنه دولتي سرتیري وژل شوي او نور ۷ تنه ټپیان شوي دي.
زیاته شوې ده چې په ځوابي برید کې د کردي یاغیانو د PKK د ډلې ۲۰ تنه هم وژل شوي دي. د نوموړي ولایت والي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د یکشنبې د شپې ناوخته کردي یاغیانو پر دغه پوسته برید کړی دئ. زیاته شوې ده چې تر برید وروسته د دولتي سرتیرو او یاغیانو تر منځ وسله واله نښته رامنځ ته شوې ده.