ترکیه له سوریې سره خپله پوله تړي
۱۳۹۱ مرداد ۴, چهارشنبهاعلان
ترکیه غواړي چې نن (چهار شنبه د جولای د میاشتې ۲۵مه نیټه) له سوریې سره خپله پوله وتړي. د ترکیې د حکومت یوه استازي په انقره کې وویل چې دغه کار د امنیتي دلایلو له کبله تر سره کیږي. په سوریې کې د روان امنیتي کړکیچ له پیل راهیسې ډیر وگړي ترکیې ته کډوال شوي دي.