1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه آلمان ته د مسلکي سوریایې مهاجرو د راتگ مخه نیسي

آژانسونه/N.S۱۳۹۵ تیر ۱, سه‌شنبه

ترکیه له خپل هیواد څخه آلمان ته د هغو سوریایې مهاجرو د ورتگ مخه نیسي چې د آلمان ویزه یې ترلاسه کړی او په خپله د دوی له خوا انتخاب شوي دي. ډیري دغه مهاجر په ترکیه کې د کار کولو اجازه نه لري.

https://p.dw.com/p/1JAZe
انځور: picture-alliance/dpa/C.Oksuz

د سوریایې مهاجرو خوب پر حقیقت بدلیدو ته ډیر نږدې شوی وو. ځکه دوی له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې د تړون پر بنسټ د ترکیې د مهاجرت ادارې د مسئولینو له خوا اروپا ته د انتقالیدو له پاره انتخاب شوي ول.

د ترکیې او اروپایې اتحادیې د موافقې پر بنسټ ترکیه باید د دغه هیواد له لارې یونان ته تللي مهاجر بیرته ومني. د دې په بدل کې د اروپایې اتحادیې هیوادونه مکلف دي چې د هر یوه مهاجر په بدل کې چې له یونان څخه ترکیې ته انتقالیږي یو بل مهاجر په قانوني توگه له ترکیې څخه اروپا ته انتقال کړي.

د آلمان خبري آژانس dpa د رپوټ پر بنسټ دغو مسلکي کسانو د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې UNHCR او آلماني چارواکو تر ارزیابې وروسته د آلمان ویزه ترلاسه کړی وه. دغو کسانو ته حتی د الوتکې ټکټونه هم ریزف شوي ول. یوازنې کار چې نه وو شوی هغه له ترکي چارواکو څخه له دغه هیواد څخه د وتلو اجازې ترلاسه کول وو. دوی خپل هدف ته تر رسیدو څو قدمه مخکې را وگرځول شول.

په تیرو اونیو کې تر ۵۰ زیاتو مواردو کې داسې پيښ شوي دي. د مارچ په ۱۸ پریکړه شوی وه چې ترکیه به هغه کډوالو بیرته ومني چې په غیرقانوني توگه په یونان کې د آژه ټاپوگانو ته ورغلي دي او د هر یوه کډوال په بدل کې باید اروپایې اتحادیه یو بل مهاجر په قانوني لاره اروپایې هیوادونو ته انتقال کړي.

د دې پروگرام په ترڅ کې تر اوسه پورې ۲۹۲ سوریایې مهاجر په قانوني توگه له ترکیې څخه آلمان ته انتقال شوي دي. خو د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله ۵۲ نورو ته ترکیې خروجي ویزه نه ده ورکړی او هغه هم بی له دې چې کوم دلیل ورته ولري.

د دې پروگرام له مخې هر یو اوم سوریایې مهاجر ته چې د آلمان ویزه یې ترلاسه کړی له ترکیې څخه د وتلو اجازه نه ده ورکړل شوی. دا کار به د اغیزمنو شوو کسانو او د هغوي کورنۍ له پاره یوه بله صدمه وي.

د «شپیگل» آلمانۍ ورځپاڼې حتی تیره میاشت راپور وکړی وو چې مسلکي او کارپوهه سوریایې مهاجر د ترکیې له خوا راگرځول کیږي. UNHCR پر ترکیې غږ کړی دی چې اروپا ته دې د تحصیل یافته سوریایې مهاجرو د هغو له جملې څخه انجینرانو او ډاکټرانو د ورتگ مخه نه نیسي.

د رسمي ارقامو پر بنسټ نږدې دری میلیونه سوریایې کډوال په ترکیې د مهاجرت شپې ورځې تیروي په داسې حال کې چې د هغو له جملې څخه یوازې ډیر لږ شمیر یې د کار کولو اجازه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب