1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا له ترکیې سره د کډوالو قانون لاسلیک کړ

قاسم نوري (سینادا سوکولو)۱۳۹۲ آذر ۲۵, دوشنبه

هغه غیر قانوني کډوال چې د ترکیې له لارې د اروپايي ټولنې هیوادونو ته ورځي کیدای سي په راتلونکې کي بیرته ترکیې ته وروشړل سي. په بدل کې ترکان کولای سي چی پرته له ویزې اروپايي ټولنې ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/1AaZ0
انځور: Sakis Mitrolidis/AFP/Getty Images

اروپايي ټولنه او ترکیه د دوشنبې په ورځ د بیرته قبلولو په نامه یو تړون لاسلیکوي. د دغه تړون له مخې هغه غیر قانوني کډوال چي د ترکیې څخه د یوه ترانزیت هيواد په حیث استفاده کوي او ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته رسوي په راتلونکې کي بیرته ترکیې ته ورشړل کیږي. په عین حال کې باید اروپايي ټولنه د ترکانو له پاره اروپا ته د سفر کولو په موخه د ویزې مکلفیت له منځه یوسي.

له دغه تړون څخه دواړه خواوې ګټه اخلي ځکه چې هم ترکیه او هم اروپايي ټولنه هغه څه په لاس راوړي چی د ډیر وخت راهیسې یې غوښتنه کوله. خو د دې تړون بایلونکي هم سته. د تړون بایلونکي هغه کډوال دي چې د سوریې، افغانستان او یا نورو جنګ ځپلو او کړکیچنو سیمو څخه د جنګ، لوږې او بې وزلۍ له کبله اروپايي ټولنی ته پناه وروړي.

ترکیه اروپايي ټولنی ته د ورشاملیدو یوازنی کاندید هيواد دی چی د اتباع یې دغې ټولنې ته د سفر کولو په موخه ویزو ته اړتیا لري. ترکیه د اروپايي ټولنې پر دغه عمل باندې د کلونو راهیسې انتقاد کوي.

د دواړو خواوو له پاره درې کلن مهلت

د ترکي خوا څخه په صراحت سره دې خبری ته اشاره کیږي چې دغه تړون به دوه اړخیزه وي. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو، ویلي دي چې «دواړه پروسې به موازي» پیلیږي.

د ترکیې د اروپايي ټولنې د چارو وزیر اېګمین باقیس، له یوه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې ترکیه خپل ځان ته دا حق ورکوي چې که د وېزې مکلفیت په یوه مساعد وخت کې له منځه ولاړ نه سي نو دغه تړون به لغؤ شي.

باقیس د تړون د عملي کیدو د پلان په اړه وویل چی «د ویزې مکلفیت له منځه وړلو او د کډوالو د بیرته قبلولو تړون به د درو کلونو په جریان کې عملی بڼه غوره کړي». باقیس زیاته کړه چي په دغه وخت کې به ترکیه د اروپايي ټولنې څخه پیسې په لاس راوړي: «په دغو پیسو به د سرحد په اوږدو کې کنترول لا ډیر شي. همدارنګه به د ژبو د کارپوهانو یو مرکز جوړ سي چې د غیر قانوني کډوالو د اصلی هيوادونو پیژندګلوي به کوي. په دې ډول سره ترکیه غواړي د دې امکانات د ځانه سره وساتي چې مهاجرین بیرته خپلو اصلي هيوادو ته وروشړي.»

په ترکیه کې غیر قانوني کډوال نوي نه دي

د ترکیې په عامه ذهنیت کې د دغه تړون له کبله اندیښنې راولاړې سوې دي. ډیر شمیر ترکان په دې نظر دي چې د غیر قانونی مهاجرینو قبلیدل به دغه هيواد تحمل نه سي کړای. خو بیا د استانبول په پوهنتون کې د مهاجرینو د څیړنیز مرکز مشر احمیت ایچ دویګو، دا خبره نه مني او وایی: «څه ناڅه لس کاله دمخه ترکیې ته هر کال ۹۰۰۰۰ غیر قانوني مهاجر راتلل. خو په دې وروستیو وختونو کی د هغوی شمیر ۴۰۰۰۰ ته راکښته سوی دی.» د ده په خبره دغه تړون د ترکیې له پاره ډیر زیات بدلون له ځان سره نه لري بلکه حتی د ترکانو له پاره د ویزې مکلفیت له منځه وړي.

د پنا غوښتنې د بهیر په اړه اندیښنې

په استانبول کې د بخښنې د له نړیوال سازمان Amnesty international څخه اندریف ګاردنر تر ټولو دمخه د مهاجرینو په هکله اندیښمن دی. دی وایي: «پوښتنه دا ده چې دغه خلګ به په راتلونکې کې چیری پناه ورکوي. دوی به بیا هم د پناه غوښتنه کوي او که بیرته به خپلو اصلي هیوادو ته شړل کیږي. داسې پېښې هم رامنځته سوې دي چې په هغو کې ځینی افغانان بیرته خپل هیواد ته لیږل سوي دي بیله دې چې د پنا غوښتنې مراحل یې سم تیر شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب