1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې ته د ميرکل د سفر دوهمه ورځ

شمس الرحمن ناصر (باها)۱۳۹۱ اسفند ۷, دوشنبه

ترکيې ته د انګيلا ميرکل سفر د پاتریوت په نامه دفاعي توغندیو د د ستګاوو له لیدنې څخه پیلیږي. ميرکل به د ترکيې له لومړي وزیر اردغان سره په اروپايي اتحاديه کې د غړیتوب پر هڅو هم خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/17lMC
انځور: dapd

د جرمني صدراعظمه د دوشنبې په ورځ په انقره کې له رجب طیب اردغان يا يوه داسي لومړي وزیر سره خبري اتري کوي چې پر ځان ډیره ډاډه ښکارې او د ده دا ډاډمنتوب د دغه هیواد د مخ پر ودي اقتصادي له امله دی.

د ارپايي اتحاديې د انرژۍ د چارو کميسار گونتر اوتينگر وړاندوينه کوي چې آلمان او فرانسه به کرار کرار پر ګونډو شې او د ترکیي څخه به هیله وکړې چې د اروپايي اتحاديي غړی شي.

د یوې « نیکې ارادې» تر عنوان لاندی د یو نوې پړاو د پيلیدو امکان

د آلمان د مسیحې دیموکرات ګوند سیاستوال روپرشت پولینس(Ruprecht Polenz) د قبرس پر ممانعت سربیره په اروپايي اتحاديه کې د ترکيې د غړیتوب په اړه د خبرواترو د یو نوې پړاو د پیلیدو غوښتنه وکړه، چې په دې توګه د دواړو خوا ترمنځ په سیستماتیک ډول خبرواترو ته لاره اواره شي.

ترکیه تر اوسه پورې په سختۍ سره انکار کوې چې خپل ګمرکي اتحادیه د اروپا د اتحاديي لسو نویو غړو هیوادونو ته چې په هغو کې قبرس هم شامل دی پراختیا ورکړي. که ترکیه له دې کار سره موافقه وکړي نو د قبرس الوتکي او بیړۍ کولای شې چې پرته له کوم ممانعت څخه د ترکيې فضا او بندرنو ته ورننوځي.

له بلي خوا له نژدې ختیځ او آسیا سره د ترکيې د مخ پر زیاتیدونکي ستراتیژیک موقعت اهمیت، د دغه هيواد د اقتصادي ودي اندازه چې اروپايي هیوادونه يې خوب ویني د ترکيي د ځواکمن کیدو او پر خپل نفس د متکي کیدو دلیل دی.

په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د يورو بحران او د سوريي پر شخړي سربیره چې د دغه هیواد اقتصادي وده يې کمزوره کړه، بیا يې هم د دغه هیواد اقتصاد ته په دوامداره توګه زیان نه دی رسولی.

گومان نه کیږي چې ميرکل به ترکيي ته په اروپايي اتحاديه کې د یو ممتاز شریک په توګه له خپل دریځ څخه پر شا شي، سربیره پر دې د دې امکان شته چې د ترکيې او آلمان دپلوماتیکي کړۍ به هم په دې اړه مثبت نظر ورکړې.

د دوه ګوني تابعت او د ویزې د نشتوالې مسئله

ترکيه تر ټولو زیات د اروپايي ټولني په غړو هیوادونو کې د ترکي اتباعو د ویزې د اسانتیاو او یا دا چې پرته له ویزې څخه وکولای شې تګ راتګ وکړې او يا هم د دوګوني تابعت پر لرلو باندي ټینګار کوې.

په ډیرې تلوسې سره تمه کیږې چې مرکل به د دغو موضوګانو په هکله څه ووايي.

دا په داسي حال کې ده چې دوې اوونۍ وړاندي د جرمنې د کورنیو چارو وزیر هانس پترفریدریش آلمان ته د ترکي اتباغو د ویزې د ختمولو مسئله په بشپړه توګه رد کړې وه. همدارنګه هغه ترکان چې په آلمان کې اوسیږې هغوی ته د دوو پاسپورتونو د ورکولو مسئله له امکانه ليري ښکاري.