1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترکيې ته د مهاجرو بیرته لیږل غیر قانوني دي»

۱۳۹۴ اسفند ۱۴, جمعه

د پناه غوښتني پلوي سازمان (Pro Asyl) ترکيې ته د مهاجرو له بیرته لیږلو څخه خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان ویلي دي چي ترکيه د مهاجرو له پاره یو ډاډمن دريم هیواد نه دی.

https://p.dw.com/p/1I7Fx
انځور: picture-alliance/AP Photo/IHH

د بشر حقوقو د دغه مدافع سازمان مشر گونټر بورکهارد، د جمعې په ورځ اعلان وکړ چي نه یوازي ترکيې ته د مهاجرو بیرته لیږل غیر قانوني دي، بلکي د ناټو له خوا ترکيې ته د مهاجرو د نیول سوو کښتیو انتقالول هم.

د ياد سازمان د پناه غوښتني د حقوقو کارپوه راینهارد مارکس، ویلي دي چي ترکيه د مهاجرو له پاره یو ډاډمن دریم هیواد نه دی. د هغه په خبره هغه پناه غوښتونکي چي بيرته ترکیې ته شړل کیږي ،«هغوی بيا د نړيوالو حقوقو پر خلاف بيرته خپلو هیوادونو ته لېږل کيږي، چیري چي ژوند ئې په خطر کي دی.»

د پناه غوښتني پلوي سازمان (پرو ازول) د بشري حقونو د نورو سازمانونو لکه د بشري حقونو د څار سازمان او بخښني بين امللي سازمان د اسنادو او مدارکو په حواله ویلي دي چي حتی سوريايي او عراقي مهاجر هم خپلو هيوادونو ته بیرته استول سوي دي.

لکه څرنگه چي د ترکيې حکومت د مهاجرو په برخه کي د ژنیو د کنوانسیون پر اساس اروپایانو ته يوازي د مهاجرو د ساتلو او پناه وړاندیز کړی دی، معنی یې دا نه ده چي مهاجر هلته په دوامداره ډول د ژوند کولو ښه چانس او راتلونکې لري.

دغه سازمان ويلي دي چي که اروپايي ټولنه ترکيه د يوه خوندي هيواد په توگه درجه بندي کړي، دا به ئې د مهاجرو په برخه کي له نړيوالو حقوقو څخه سرغړونه وي.

د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشران غواړي د دوشنبې په ورځ د یوې ځانگړي سرمشریزي پر مهال له ترکيې سره موافقه سوی گډ کار و ارزوي. د اروپایانو په نظر انقرې تر اوسه پوري يو نان ته د مهاجرو د ورتگ د مخنيوي په برخه کي پوره اقدامات نه دي کړي.

اروپايي ټولنه په آژه درياب کي د ناټو پر ماموریت باندي هم حساب کوي چي یونان او ترکيې ته باید د انساني قاچاقبرو بانډو په باب معلومات ورکړي.