1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيي د ناټو غونډه رابللي ده

۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبه

ترکيې اوس پر سوريې باندي تور لګولی دئ، چي جنګي الوتکه ئې له خبرداري څخه پرته په نړيوال هوايي قلمرو کي ويشتل شوې ده او په دې وجه ئې په ناټو کي د خپلو متحدينو د يوې غونډي بلنه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/15Kbh

د ترکيې د جنګي الوتکي د ويشتلو پر سر د انقرې او دمشق چي يو وخت سره نزد ې ملګري ول، اوس تاوتریخوالی وار په وار زياتيږي. تر دې مخکي سوريي وويل، چي هوايي قواوو د« تروريستانو» هغه يو بريد شنډ کړی دئ، چي له ترکيې څخه د سوريي هوايي قلمرو ته داخل شوي وو. له دې خبر څخه د سوريي مقصد د ترکيي يوه جنګه الوتکه وه چي د سوريي د قواوو له خوا رانسکوره شوې ده.

ترکيه د عربي هيوادونو او امريکا متحده ايالاتو ترڅنګ اوس د سوريې د بشارالاسد رژيم په مخالفت کي دريځ نيولی دئ.

د ترکيي د بهرنيو چارو وزير، احمد دولت اوغلو وويل چي د سوريي له چارواکو سره په «همغږي» په دوو تري تم شوو ترکي پيلوټانو پسي لټون روان دئ. هغه دا خبره رده کړه چي هغوی د لټون په «ګډو»عملياتو لاس پوري کړی دئ.

هغه وويل چي ويشتل شوې الوتکې د ترکيي ښکاره نښان او سبمول درلود او د سوريي هغه وينا ئي رده کړه چي ګويا الوتکه له ويشتلو څخه مخکي د تشخيص وړ نه وه.

دولت اوغلو وويل، چي د هغه هيواد به دا قضيه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندي کړي. هغه يادونه وکړه چي الوتکه په وسلو سمبال نه وه او دا چي د کورني رادار سيستم د يوې آزمويني له پاره الوتې وه.

د ترکيي د بهرنيو چارو وزير دا خبره مني چي ترکي الوتکه ۱۵دقيقي تر هغه مخکي وويشتل سوه، چي په ناڅاپي توګه د سوريي خاوري ته «په لڼده توګه» ننوتلي وه.

هغه وويل: «زموږ الوتکه د سمندر پر سر ۱۳ ميله د سوريي له پولي څخه ليري په نړيوال هوايي قلمرو کي وويشتل شوه.»

ځيني کارپوهان وايي چي دا الوتکه په ډير حساس وخت کي ويشل شوي ده، هغه دا چي ښايي د سوريي هوايي دفاع چي په روسي رادار سيستم سنبال ده، تر آزمويني لاندي نيول شوي وي.

د ناټو استازي د سه شنبه په ورځ د ترکيي په غوښتنه سره غونډه کوي. د ناټو د غړي هيواد په توګه ترکيه حق لري چي له خپلو متحدينو سره سلا مشوره وکړي او دې حملي ته مناسب ځواب ورکړي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير دا حمله غندلي ده او د المان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله پر ترکيي باندي د زغم ږغ کړی دئ.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض