1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: پوليسو د «زمان» ورځپاڼي دفتر ونيوی

۱۳۹۴ اسفند ۱۵, شنبه

د دې څخه تر مخه محکمې د ترکيې د اپوزيسيون دغه ورځپاڼه تر دولتي کنټرول لاندي د راوستلو حکم کړی ؤ. اوس پوليس په زور د دغه ورځپاڼي دفتر ته ننوتل.

https://p.dw.com/p/1I7hc
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose

د ترکيې دولت د محکمې حکم ته په لغوي توګه د عمل جامه ور واغوسته. ترکي پوليس په زور سره د «زمان» ورځپاڼې دفتر ته ننوتل. هغه احتجاج کوونکي چي د يادي ورځپاڼي د مرکزي دفتر دباندي راټول سوي ول، پر هغوی اوښکي بهېونکی ګاز او اوبه پاشونکي موټر وکارول سول.

د امنسټي او متحده ايالاتو تنقيد

دغه احتجاج کوونکي راغونډ سوي ول چي د محکمې د هغې فيصلې پر ضد احتجاج وکړي چي له مخي يې د «زمان» ورځپاڼي د دولت تر کنټرول لاندي راوستلو حکم سوی ؤ. د پوليسو له خوا د ورځپاڼي د دفتر د نيول کېدو څخه تر مخه ترکي چارواکو پر حکومت د تنقيد کوونکي فتح الله ګولن يو شمېر پلويان او د يادي ورځپاڼي کارکونکي نيولي ول.

«زمان» ورځپاڼه د فتح الله ګولن د غورځنګ پلوي کوونکې بلل کيږي. ګولن د امريکا په متحده ايالاتو کي ژوند کوي. د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان پر ګولن تور لګوي چي د ترکيې په عدليه، پوليسو او رسنيو کي يې د خپلو پلويانو يو جال جوړ کړی دی چي غواړي په مرسته يې د ترکيې حکومت راوپرځوي.

د ترکي محکمې له خوا په داسي حال کي د «زمان» ورځپاڼي د دولتي کېدو حکم وسو چي د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس دونلد توسک په استانبول کي ؤ. نوموړي د ترکيې د ولسمشر سره د مهاجرو د بحران په تړاو خبري اتري درلودې. په دغو خبرو اترو کي د دوشنبې د ورځي له پاره د ترکيې او اروپايي اتحاديې د پلان سوي سرمشريزي په تړاو بحث وسو.

«تنقيد کوونکي ږغونه بايد تقويه سي»

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياند جان کيربي د «زمان» ورځپاڼي پر وړاندي د ترکيې د دولت اقدام ناآرامه کوونکی بللی دی. نوموړي ويلي :«په يوه ډيموکراسي کي بايد تنقيد کوونکي ږغونه خاموشه نه کړل سي بلکه بايد ورته لا تقويه ورکول سي.» کيربي زياته کړې چي د ترکيې حکومت بايد د بيان آزادي وساتي.

د بشري حقونو نړيوال سازمان امنسټي انټرنېشنل د ترکي حکومت له خوا د «زمان» ورځپاڼي کنټرولېدل د رسنيو د آزادۍ پر ضد يو لوی ګوذار بللی دی.