1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: د اردوغان ګوند مطلق اکثريت وګاټه

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۴ آبان ۱۱, دوشنبه

د ولسمشر اردوغان اسلامي محافظه پال ګوند د ترکيې په پارلماني ټاکنو کي خپل مطلق اکثريت يو ځل بيا وګاټه. دغه ګوند به په يوازي حکومت کوي.

https://p.dw.com/p/1Gy6M
انځور: picture-alliance/dpa/D. Toprak
د ترکيې د عدالت او پراختيا ګوند AKP په پارلماني ټاکنو کي لويه بريا په لاس راوړې ده. د ياد ګوند رئيس او لومړي وزير داؤت اوغلو د ټاکنو د لومړنيو پايلو د معلومېدو وروسته وويل: «زه د پارلمان پر ټولو ګوندونو ږغ کوم چي پر يو نوي ملکي او ملي اساسي قانون تفاهم سره وکړي.» هغه د خپل ګوند د مرکزي دفتر د برنډې څخه د وينا پر وخت دغه څرګندونې وکړې.

په دې توګه سره لومړي وزير په ترکيه کي د اساسي قانون د بدولو غوښتنه تکرار کړه. د عدالت او پراختيا ګوند غواړي چي د ترکيې دولتي نظام د پارلماني څخه و ولسمشريز نظام ته واړوي.

د ترکيې لومړي وزير و راغونډو سوو ګوندي کارګرو او خلکو ته د وينا پر وخت ژمنه وکړه چي د ټولو اطباعو د بيان او د مذهب د آزادۍ څخه به دفاع وکړي.

اردوغان تېر کال د ترکيې د لومړي ټاکل سوي ولسمشر په توګه لوړه کړې وه. نوموړي د هغه راهيسي خپل اختيارات پراخ کړي او غواړي چي په اساسي قانون کي هم تغير راولي. خو په اساسي قانون کي د تغير راوستلو له پاره بايد چي د پارلمان دوه پر دريمه برخه د دغه تغير په حق کي رايي واچوي. اردوغان د دغه بدلون په مرسته د ولسمشر اختيارات پراخول او حتی نظام ولسمشرۍ ته اړول غواړي.

د لومړي وزير ګوند په پارلمان کي يوازي حکومت کولای سي، ولي چي تقريبا ۵۰ سلنه رايي يې په لاس راوړي دي. خو په اساسي قانون کي د تغير راوستلو له پاره به دې ته اړ وي چي نور ګوندونه هم ورسره ملګري وکړي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان د ټاکنو د پايلو په تړاو ويلي دي چي د ترکيې رايه اچونکو په هيواد کي د يووالي او ټيکاؤ له پاره رايي اچولي دي. د نوموړي په خپره سوې اعلاميه کي پر توندلارو او بيلتون غوښتونکو کوردانو ږغ سوی دی چي تاوتریخوالی په ډيموکراسي کي ځای نه لري.
Türkei - Davutoglu
انځور: Reuters

نژدې پنځوس سلنه رايي

د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م د نوامبر لومړۍ نېټه) په تر سره سوو پارلماني ټاکنو کي د غېرحتمي پايلو له مخي د عدالت او پراختيا گوند نژدې ۵۰ سلنه رايي گټلي دي. دا په داسي حال کي چي په جون کي په تر سره سوو ټاکنو کي ياد گوند ۴۰،۹ سلنه رايي په لاس راوړي وې. د انادولو خبري آژانس د خبر له مخي په دې توگه به د عدالت او پراختيا گوند د ترکيې د ولسي جرگې د ۵۵۰ چوکيو څخه ۳۱۶ په لاس کي ولري.

په ټاکنو کي تر ټولو زياتي رايي ترلاسه کوونکی دويم گوند منځلاره کيڼ اړخه گوند CHP دی چي ۲۵ سلنه رايي يې گټلي دي. دريم زياتي رايي تر لاسه کوونکی ښې اړخه گوند MHP دی چي تقريبا ۱۲ سلنه رايي يې گټلي دي. د عدالت او پراختيا گوند AKP په لوړه اندازه د ښې اړخه گوند د مينه والو د رايو تر لاسه کولو له پاره هڅې کړي وې.

د کوردانو گوند يو مليون رايي بايلولې

کورد پلوه HDP گوند د تيرو پارلماني ټاکنو په پرتله په دغو ټاکنو کي نژدې يو مليون کمي رايي گټلي دي. خو دغه گوند د هغه باوجوده په دې توانېدلی دی چي تر ۱۰ سلنه لږ زياتي رايي وگټي. د ترکيې د اساسي قانون له مخي يوازي هغه گوندونه و پارلمان ته د تلو اجازه لري چي لږ تر لږه ۱۰ سلنه رايي يې گټلي وي. په دې توگه سره کورد پلوه گوند HDP توانېدلی چي د ترکيې پارلمان ته لاره پيدا کړي.

د دغه گوند رئيس صلاح الدين دېمرتاس ويلي دي چي په ټاکنو کي مساوات نه ول. دغه گوند د هغه وروسته يو شمېر د ټاکنيز کامپاين غونډي لغوه کړې، کله چي يې په اکتوبر مياشته کي پر مرکزي دفتر بريد تر سره سو او ۱۰۲ انسانان ووژل سول. خو د دغه گوند رئيس په دې خوښي ښودلې چي گوند يې پارلمان ته لاره پيدا کړې ده.

د ترکيې د پارلماني ټاکنو حتمي او رسمي پايلي به په راتلونکو يولسو دولسو ورځو کي اعلان سي. دا خبره د دغه هيواد د ټاکنو کميسيون کړې ده. په دغو ټاکنو کي په ټوليزه توگه پر نژدې ۵۷ مليونو اطباعو ږغ سوی ؤ چي خپلي رايي وکاروي. د رايه اچونې حق درلودونکو ۸۶ سلنې برخي خپلي رايي وکارولې.