1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه او يونان د خپلو اړيکو د پراخولو په لټه کي دي خو په کوم شرط؟

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۵, شنبه

په داسي حال چي يونان ته د ترکيي د لومړي وزير، رجب طيب ايردوګان سفر د دواړو هيوادونو د اړيکو د نژدي کيدو په توګه ګڼل کيږي، د يونان د حکومت مشر ګیورګ پاپ اندريو د راتلونکي په هکله بياهم انديښنه لري.

https://p.dw.com/p/NOuw
د ترکيي لومړي وزير رجب طيب ايردوګان او د يونان لومړي وزير ګيورګ پاپ اندريو په يونان کي سره وليدل
د ترکيي لومړي وزير رجب طيب ايردوګان او د يونان لومړي وزير ګيورګ پاپ اندريو په يونان کي سره وليدلانځور: AP

د ترکيې د لومړي وزير رجب طيپ اېردوګان د يونان سفر په يوناني تلويزيون کي تاريخي سفر بلل سوي دي.

په دغه سفر کي د اېردوګان سره نه يوازي دا چي لس ترکي وزيران ملګري دي بلکه تر سلو څخه زيات تجاران هم ورسره دي. د يونان او ترکيې د وزيرانو په يوه غونډه کي 21 تړونونه لاسليک سول. له همدې وجې اوس د ترکيې او يونان تر منځ د ګډکار د يوه نوي پړاو خبره کيږي. که څه هم چي د ګډ کار په وړاندي ګامونه کوچني دي.

د ګډ کار يوه بېلګه د يونان او ترکيې تر منځ د سياحت په ډګر کي همکاري ده. دواړه هيوادونه غواړي چي و سېلانيانو ته داسي د سېل وړانديزونه يا امکانات برابر کړي چي په ترڅ کي يې د دواړو هيوادونو د سياحت سيکټور ګټه وويني. پدې ترڅ کي دواړه هيوادونه د خپلو سياحتی پروګرامونو د شهرت لپاره په ګډه په چين او هندوستان کي اعلانونه کول غواړي. د سياحت په هکله د همکارۍ نظر اول سليم اېګيلي ورکړي ؤ چي د ترکي يوناني تجارتي خونې مشر هم دي:

هغه وویل: « لس کاله ترمخه لا ما د دواړو هيوادونو تر منځ د سياحت په ډګر کي د ګډ کار وړانديز کړي ؤ. موږ کولاي سو چي حتي په ګډه اعلانونه وکړو. فکر وکړي چي که يو سېلاني په يونان کي د استراحت په موخه يوه اونۍ راسي او ورته په وړيا توګه په ترکيه کي د دو شپو کولو آسانتيا برابره سي نو به څومره زيات سېلانيان ددغه پروګرام څخه د ګټه اخيستلو لپاره لېوالتيا وښيي.

د ترکيې تجاران پدې مطمينه دي ولي چي د اقتصادي بحران سره سره د ترکيې اقتصاد پرمختګ کړي دي. هغه پداسي حال کي چي د ترکيې ګاونډي هيواد يونان د پورونو په څا کي لوېدلي دي. و يونان ته د اېردوګان د سفر څخه تر مخه په ترکي رسنيو کي حتي داسي اټکلونه کېدل چي ښايي ترکيه د يونان سره اقتصادي کومکونه وکړي.

خو د ترکي او يوناني ژبي ژورنالست مانوليس کوستيديس وايي چي رسنيو پدې لړ کي د مبالغې څخه هم کار اخيستي ؤ: «د يونان لپاره د ترکيې اقتصادي کومکونه؟ نه دا يوه مبالغه ده. د نيغ په نيغه اقتصادي کومک سوال لا نه پيدا کيږي. خو هو دا امکانات سته چي ترکي شرکتونه په يونان کي د پانګونې وړانديزونه وکړي. ددې لاري هم د يونان سره مرسته کېدلاي سي.

د يونان د لومړي وزير پاپ اندرېيو او د اېردوګان تر منځ د ليدنو اصلي موضوع تجارت ؤ او اقتصاد ؤ. خو کله چي د خبرو وروسته دواړو و خبري غونډې ته خبري کولې نو د يونان لومړي وزير د سياست په هکله هم نظر څرګند کړي. هغه وویل : « حقيقت به سره وايو. او حقيقت دا دي چي يونان دا بېره لري چي ترکيه به يوه ورځ د يونان پر ټاپوګانو بريد وکړي او په همدې توګه ښايي ترکيه هم د يوناني بريد څخه بېره ولري. خو که موږ پدې توافق وکړاي سو چي بعضي اصول به مراعت کوو نو بيا موږ خپلي ويري له منځه وړلاي سو.»

دواړو لومړي وزيرانو د تجارت د يوې داسي ټولنې د جوړولو اعلان هم کړي دي چي د دواړو هيوادونو استازي به پکښي کي وي او په دوامداره توګه به سره ويني. خو د ترکيې او يونان تر منځ نژدېوالي رامنځ ته کول د ستونزو خالي خبره نده. حتي په يونان کي د اېردوګان د سفر پر وخت يوناني ورځپاڼو داسي خبرونه خپاره کړل چي ترکيې جنګي الوتکي په غېر قانوني توګه د يونان و فضا ته را داخلي سوي دي.

د اروپايي پارلمان يوناني غړي يورګيوس کوموټ ساکوس چي د يونان د محافظه کار حزب اختلاف د ګوند سره تړاو لري د دواړو هيوادونو تر منځ د نژدې کېدو هڅي غندي: « موږ د اوسني قانوني حالت په پاتې کيدو خوشاله يو. خو ترکيه همېشه نوي غوښتنې کوي. او له دې وجې د خبرو لپاره زيات ځاي نه پاته کيږي.»

اېردوګان د ګوتنيونو برسېره بيا هم د يونان د مخالف حزب د مشر اندونيس ساماراس سره وليدل او هغه ته يې د ترکيې د سفر دعوت ورکړي.

Papadimitriou, Jannis/ احمد ولي اچکزي

کتونکي: عبدالباري حکيم