ترکمنستان د ديموکراسۍ پر لور يو گام مخ ته سو
۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبهد ترکمنستان د صنعت کارانو او پانگوالو گوند د سه شنبې په ورځ خپله پرانیستونکې غونډه جوړه کړې وه. د دغه هيواد دولتي تلویزیون خبر ورکړی دئ، چې اوراز محمد محمدوف، د دې گوند د مشر په توگه ټاکل شوی دئ.
د روان کال د جنوري په مياشت کي په ترکمنستان کې د دولت سیاسي مخالفینو ته اجازه ورکول شوه چې گوندونه جوړ کړي.
خو د دغه هيواد د قانون له مخې یوازي هغو سیاسي گوندونو ته د فعالیت اجازه ورکول کیږي چې د رهبرۍ دفتر ئې په هیواد کي دننه وي. له دې سره نو د ترکمنستان هغه مخالفین د فعالیت اجازه نه شي تر لاسه کولای چې له دغه هیواد څخه دباندي په تبعید کې ژوند کوي.
په ۲۰۰۶ کال کې د ترکمنستان پخوانی ولسمشر سفرمراد نیازوف ومړ، چې تر هغه وروسته د دې هیواد اوسنی ولسمشر قربان قولی بیردیي محمدوف، د دیموکرات گوند مشري پر غاړه واخیسته.
کله چې هغه د ترکمنستان واک تر لاسه کړ نو په ډیر احتیاط سره ئې ځیني ریفورمونه عملي کړل چې په هغو کې د ترکمنستان څو گوندي کیدل هم شامل ول. دا په داسي حال کې ده چې پر قربان قولي بیردي محمدوف هم ډیر نیوکي کيږي.
په ترکمنستان کې د روان کال د فبروري په میاشت کې ټاکني وشوې، چي قربان قولي پکښې ۹۷ سلنه رایې وگټلې او د راتلونکو پنځو کلونو له پاره د ترکمنستان ولسمشر شو. پر دې ټاکنو باندي د نړیوالو له خوا نیوکې وشوې، ځکه چې په خبره ئې، په دې ټاکنو کې قربان قولي کوم سیال نه لاره.
په دې ټاکنو کې د هغه پر وړاندي اووه کسان درېدلي ول چې پکښې د کابینې وزیران او یو شمیر سوداگر شامل ول. په زړه پوري خبره خو دا وه چې هغوی ډیر وخت د قربان قولي د لاس ته راوړنو ستاینه کوله.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل