1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترورستي ډلي IS دريم يرغمل وژلی دی

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۲۳, یکشنبه

وحشيت نه دريږي. افراطي ډلي «اسلامي دولت» بيا داسي ويډيو خپره کړې ده چي پکښي يو بهرنی وژل کيږي. اټکل کيږي چي دا به په سوريه کي يرغمل سوی بريتانوی ديويد هينز وي. دغي ډلي تر دې دمخه دغه شان ويډيوگاني خپرې کړي وې.

https://p.dw.com/p/1DByG
انځور: DW

د دغي ويډيو رښتينوالی تر اوسه پوري تصديق سوی نه دئ. خو په دې کي هيڅ شک هم نسته.

کامرون: وژونکي به ښکار سي

د بريتانيا لومړي وزير ديويد کامرون دغه قتل «مطلق بد ورگه عمل» بللی دی او د هينز، له کورنۍ سره يې خپله خواخوږي ښوولې ده. هغه ويلي دي چي د هينز کورنۍ له مياشتو مياشتو مصيبت سره سره خپل شجاعت او قدرت ښوولی دئ.

هغه ويلي دي: «موږ به ټول هغه څه وکړو چي زموږ په قدرت کي دي، څو دغه وژونکي ونيسو محکمې ته ئې راکش کړو او دا وښيو چي هغوی محاکمه کيږي. که څه هم چي هغه هر څومره ځنډنی وي.»

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د هينز، وژنه وحشي عمل بللی دئ. پر دې سر بيره هغه پر خپل هغه هوډ باندي ټينگار کړی دئ چي غواړي له خپلو همکارانو سره په درسته نړۍ کي جهادي سازمانونه له منځه يوسي.

په سوريه کي د بشردوستانه مرستو کارکوونکي

څلور څلوېښت کلن هينز، د ۲۰۱۳م کال په مارچ مياشت کي په کورنۍ جگړه کي ښکېل هيواد سوريه کي يرغمل سو. هغه د «اطمه» سيمي ته نژدې د کډوالو په يوه کمپ کي له مرستندوی سازمان «اکتيد» سره د مرستو د وېش د همږۍ په برخه کي کار کاوه.

د عراق په شمال او سوريه کي فعاليت کوونکي ډلي اسلامي دولت تر دغه بريتانيايي دمخه دوه تنه امریکايي ژورناليستان هم وژلي دي.

د روان کال د اگست مياشتي پر ۱۹ نېټه دغي ډلي يوه داسي ويډيو خپره کړه چي پکښي امريکايي ژورناليست جیمس فولي، د وژلو په حال کي ښوول کېدی.

د دغه کال د سپتمبر مياشتي په لومړيو کي بيا اسلامي دولت ډلي يوه داسي ويډيو خپره کړه چي يو کال دمخه په سوريه کي تښتول سوی امريکايي خبريال ستيفن سوتلوف، وژل سوی دئ.

د سوتلوف د وژني په پنځه دقيقه يي ويډيو کي هم يو جلاد ولاړ وو او د انکليسي په بريتانيايي لهجه باندي ئې گواښ وکړ چي که لندن په عراق کی د اسلامي ډلي پرضد خپل عمليات بند نه کړي، نو خپل يو يرغمل سوی هيوادوال به اعدام کړي.

د بي بي سي د يوه راپور له مخي د وژنو په دغو درو سرو ويډيوگانو کي چي خپرې سوي دي جلاد يو سړی دئ.

د يوه بل قتل گواښ

د اسلامي دولت ډلي د انترنيت پاڼي څارونکی امریکايي شکرت (SITE) کارپوهان وايي چي دغه ويډيو هم په هغي ډلي پوري اړه لري چي دوه واري دمخه ئې هم د قتلونو ويډيو خپره کړې ده. په دغه ويډيو کي هم هينز، پر گونډو سوی او سر ځني پرې کيږي.

په دغه ويډيو کي ښوول کيږي چي دغه کار له بريتانيا څخه د غچ اخيستلو په توگه تر سره کيږي چي په عراق کي ئې د اسلامي ډلي پرضد د اوباما په تروريزم ضد اتحاد کي ونډه اخيستي ده.

د SITE د معلوماتو له مخي دغي تروريستي ډلي په ياده ويډيو کي د يوه بل يرغمل سوي بريتانيايي وگړي د وژلو گواښ هم کړی دئ.