1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترهګرۍ په پاکستان کي ۶۰ زره انسانان وژلي دي»

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۱, شنبه

هغه وخت د پاکستان پوځ ډیر سخت غبرګون وښود. څه نا څه یو کال وروسته، د پاکستان امنیت دومره ښه شوی دی چې په تیرو نزدې وختونو کې یې سابقه نه ده لرلې. ایا د پاکستان ټولنه ترهګرو ته ماتې ورکوي؟

https://p.dw.com/p/1HMMk
انځور: picture-alliance/dpa/AFP Photo/A.Majeed

په هره اندازه چې د دسمبر ۱۶ نیټه نزدې کیږي، په هماغه اندازه د دې ورځې له درده ډکې خاطرې هم په ذهنونو کې تازه کیږي. د پیښور په پوځي ښوونځې کې د انګلیسي ژبې روزونکی، الطاف حسین، وايي چې پر ښوونځي باندې یې د برید د کلیزې له رانزدې کیدو سره، درد او غم هم تازه کیږي. هغه په یادوي چې څرنګه یې هڅه کوله چې ټولګي ته د طالبانو د ننوتو مخه ونیسي. د هغه په ټولګې کې یې خپل لور خولا هم زده کوونکې وه.

هغه په یادوي چې برید کوونکي ته یې زاري کولې او د هغوې ږیرې به یې لمسولې او ورته به یې ویل چې «وګورئ زه هم یو مسلمان یم. هیله کوم پر ماشومانو باندې ډزې مه کوئ.»

۴۲ کلن الطاف وایي دی خیټه ولګید او تر هغه وروسته یې یوازې واوریدل چې برید کوونکي د ده د لور ټولګي ته هم ننوتي وو خو مخکې له چې په نور احوال خبر شي، دی له هوشه ولاړ.

۱۵۰ قربانيان

هغه ورځ اووه برید کوونکي له خپلو ماشیندارو وسلو سره له یوه ټولګۍ نه بل ته تلل او پر زده کوونکي یې ډزې کولې. د تیر کال د دسمبر په برید کې د ۱۳۶ زده کوونکو په ګډون ۱۵۰ کسان ووژل شول. د الطاف حسین شپږ کلنه لور خولا، د وژل شویو زده کوونکو په ډله کې تر ټولو کوچنۍ وه.

دغه عام وژنه په ټول پاکستان کې یوه لویه ضربه وه. خو له همدې برید سره پاکستان په غیر معمول ډول پریکړه وکړه چې په سرحدي سیمو کې د وسلوالو یاغیانو پر ضد پراخ پوځي عملیات په لاره واچوي.

ویل کیږي چې پاکستان له دغو وسلوالو څخه په افغانستان کې د خپل نفوذ ساتلو او همداراز د کشمیر په شخړه کې په خپله ګټه کار اخلي.

د فاتا له څیړنیز مرکز څخه منصور مهسود، وايي: «پاکستان د څو لسیزو له پاره د هغوی ملاتړ کاوه. خو بیا وروسته د یاغیانو تاوتریخوالی پخپله پاکستان کې هم ډیر شو.»په ۱۲ کالو کي ۶۰ زره قربانيان


د South Asia Intelligence Review له خوا د وړاندې شویو شمیرو له مخې له ۲۰۰۳ کال راهیسې شاوخوا ۶۰ زرو کسانو په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغو کسانو په ډله کې ۲۰۸۰۰ تنه ملکي وګړي وو.

مهسود وايي چې د ډیرې مودې له پاره ځکه دغه ډول عملیات نه ترسره کیدل چې پاکستان غوښتل د هغو کسانو په منځ کې چې د پاکستان له پاره ګواښ رامنځ ته کوي او هغه چې د دې هیواد له پاره ګواښ نه دي توپیر کول غوښتل. پر دې سربیره له دې هم ویره موجوده وه چې طالبان به د غچ اخیستلو له پاره په بریدونو لاس پورې کړي.

خو د پیښور پر پوځي ښوونځي تر برید وروسته، پاکستاني پوځيانو د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو په پایله کې ډیر شمیر طالبان افغانستان ته وتښتیدل.

د پاکستان د سولې له څیړنیز انستیوت څخه امیر رانا، وایي چې د پوځ تر عملیاتو وروسته دوې موضوعګانې وشوې: لومړی دا چې امنیت ښه شو او دویم دا چې د تاوتریخوالي پر ضد زغم کم شو.

په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۰۱۴ کال په پرتله د یاغیانو په بریدونو کې ۵۰ سلنه کموالی رامنځ ته شو. که څه هم په روان کال کې د یاغیانو په بریدونو کې ۳۵۰۰ کسان وژل شوي دي خو دغه شمیر تیر کال ۱۱۷۰۰ تنو ته رسیده.

خو رانا وایي چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي د زغم کمیدل په دې معنی نه دي چې په دې هیواد کې اسلامیستې افکار ضعیفه شوي دي. هغه وایي چې برخلاف د پاکستان ټولنه اوس هم د محافظه کاره مذهبي کیدو پر لور روانه ده.

د پېښور پر ښوونځي د بريدکوونکو انځور
د پېښور پر ښوونځي د بريدکوونکو انځورانځور: Reuters/Pakistan Taliban