1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ هېلري کلنټن د ترهګرۍ د زياتېدو مسؤله وبلله

آژانسونه / م.ج.۱۳۹۵ مرداد ۱, جمعه

دونالد ترامپ په رسمي توګه په ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند له خوا نوماندې منلې ده. هغه د دغه ګوند د ګنګرې په وروستۍ ورځ، په خپله وینا کې پر امنیتي اندیښنو باندې تمرکز وکړ.

https://p.dw.com/p/1JU4I
USA Republican National Convention in Cleveland Donald Trump Rede
انځور: Reuters/M. Segar

ترمپ د پنجشنبې په شپه په رسمي توګه د خپل ګوند نوماندې ومنله. هغه په خپله وینا کې خپل ځان د متوسطې طبقې ملګرۍ معرفي کړ او ویې ویل چې د ولسمشر کیدو په صورت کې به له قانون او نظام څخه ساتنه وکړي.

هغه وویل: «ملګرو، استازو او امریکایانو، زه په عاجزۍ د ولسمشرۍ له پاره ستاسو نوماندي منم.»

ترمپ زیاته کړه: «موږ به یو ځای خپل ګوند سپینې ماڼۍ ته ورسوو او یو ځل بیا به خپل هیواد امنیت، هوسایي او سولې ته ورسوو. موږ به د سخاوت او زړه سواند هیواد ووسو خو په عین حال کې به د قانون او نظام هیواد هم یو.»

ترمپ په خپله وينا کي پر خپلي مخالفي کانديدي هيلري کلنټن تور ولګاوه چي ګواکي په نړۍ کي د زياتي سوي ترهګرۍ يوه برخه مسؤليت يې په غاړه دی. نوموړي وويل: «دا د هېلري کلنټن راپاته ميراثونه دي، لکه مرګ، تباهي، ترهګري او کمزوري.»

ترمپ په امریکا متحده ایالاتو کې وروستیو ناآرامیو او پر پولیسو باندې ډزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې که هغه ولسمشر شي نو یو ځل بیا په دغه هیواد کې نظم رامنځ ته شي. هغه وویل: «زه تاسو ټولو ته یو پیغام لرم: هغه جرمونه او تاوتریخوالی چې نن زموږ پر هیواد باندې اغیزه پریږدي به ډیر ژر پای ته ورسیږي.»«بدلون بايد ژر راشي»

ترامپ خپله وينا له اليکترونيکي پردې څخه ولوستله
ترامپ خپله وينا له اليکترونيکي پردې څخه ولوستلهانځور: Reuters/C. Allegri


ترمپ دا هم وویل چې امریکا متحده ایالاتو په نړۍ کې خپل ځای له لاسه ورکړی دی خو په دې برخه کې یې هم ژمنه وکړه چې که دی ولسمشر شي نو دا ستونزه به هم له منځه یوسي. ترمپ وویل: «زما پیغام دا دی چې بدلون باید رامنځ ته شي، او دغه بدلون باید ژر راشي.»

د ۷۰ کلن دونالد ترمپ وینا ۷۵ دقیقې دوام وکړ او د نورو ترڅنګ یې د امریکا پر کورنیو ستونزو او د دیموکراتانو د ګوند نوماندې هیلري کلنتن په اړه په کې خبرې وکړې.

د دونالد ترمپ تر وینا مخکې د هغه لور ایوانکا ترمپ خبرې وکړې. هغه د خپل پلار په ستاینه کې وویل: «که زما پلار وایي چې هغ به امریکا یو ځل بیا تر ټولو غوره کړي، نو هغه به دا کار وکړي.»

غبرګونونه

که څه هم د ګوند په کنګره کې د دونالد ترمپ د خبرو هرکلی وشو، خو بیا هم پر دغه پخواني سوداګر باندې نیوکې ډیرې دي. ان پخپله کنګره کې د جمهوري غوښتونکو سیاستوال تید کروز، د خپلې وینا پر مهال له دې ډډه وکړه چې په رسمي توګه د ترمپ له ولسمشر خپل ملاتړ اعلان کړي.

پر دې سربیره د جمهوري غوښتونکو ډیر شمیر لوړپوړي چارواکي هم د خپل ګوند کنګرې ته را نه غلل.

خو اصلي نیوکي د دیموکراتانو له خوا پر ترمپ کیږي. د هیلري کلنتن ټاکنیز کمپاین ویلي دي چې ترمپ په خپلو خبرو کې د امریکا متحده ایالاتو ستونزو له پاره حل لارې ولاړندیز نه کړې او له دې کبله هغه د ولسمشري وړتیا نه لري.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيفه لاندنی انځوريز البوم هم کتلای شئ: