1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د اشرف غني سره خبري کړي

۱۳۹۵ آذر ۱۳, شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو ټاکل سوي راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ د افغان مشرانو سره خبري کړي دي. په دې ترڅ کي ترمپ د افغان ولسمشر اشرف غني سره هم د نظر تبادله کړې ده.

https://p.dw.com/p/2Tg1T
Donald Trump telefoniert
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Rourke

د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ د انتقال ډلې ويلي دي چي دونالد ترامپ د افغان مشرانو سره خبري کړي دي. د رايټرز خبري آژانس د خبر له مخي د امريکا د متحده ايالاتو راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسامبر ۳يمه نېټه) د افغانستان د ولسمشر اشرف غني سره تليفوني تماس ونيوی.

د رايټرز خبري آژانس د خبر له مخي د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ د انتقال ډلې په دې تړاو يوه اعلاميه خپره کړې ده. په خبر کي له اعلاميې نقل قول راوستل سوی چي «دواړو مشرانو د دواړو هيوادونو له پاره د شته ترهګر ګواښ او د هغه د جواب ويلو له پاره د مشترک کار پر موضوع خبري وکړې.»

د افغانستان دننه او دباندي په دې هکله پوښتني زياتي دي چي دونالد ترمپ به د ولسمشرۍ د دفتر د اشغال وروسته د افغانستان په تړاو څه ډول پاليسي خپله کړي. د افغانستان په تړاو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر وخت نه دونالد ترمپ او نه هم سيالي کانديدي هلري کلنټن کوم روښان دريځ او پاليسي اعلان کړې وه.

دونالد ترمپ د جمعې په ورځ د افغان ولسمشر تر څنګ د سنګاپور د لومړي وزير لي هسين لونګ سره هم خبري کړي دي. د خبري آژانس د خبر له مخي په اړونده اعلاميه کي راغلي: «دواړو مشرانو د امریکا د متحده ايالاتو او سنګاپور تر منځ د اقتصادي، سياسي او امنيتي اړيکو د ښه او اوږد تاريخ په هکله خبري وکړې.»

د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد دونالد ترمپ په نوامبر مياشت کي د دغه هيواد د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي وې. نوموړی به د راتلونکي کال په لومړۍ ربعه کي له تلونکي ولسمشر باراک اوباما څخه د ولسمشرۍ دفتر اشغال کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.11.2016):