1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او شي خپلي لومړۍ ليدنې کتنې ته ادامه ورکوي

۱۳۹۶ فروردین ۱۸, جمعه

د چین ولسمشر او امریکایي سیال یې دونالد ترمپ، په فلوريدا کې مهمه لیدنه ترسره کوي. سوداګریزې اړیکې او د شمالي کوریا موضوع د خبرو اترو د اجندا په سر کې دي.

https://p.dw.com/p/2aqIK
USA China- Trump trifft Xi
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Brandon

د شمالي کوریا اتومي پروګرام او د سوداګرۍ پر سر ستونزې به امریکا متحده ایالاتو ته د چینایي ولسمشر شي جین پنګ، د سفر د اجند له مهمو موضوعګانو څخه وي. دا د ولسمشر دونالد ترمپ د کار له پیلیدو راهیسې د چین له ولسمشر سره د هغه لومړي مخامخ خبرې اترې دي.

دواړه مشران د پنجشنبې (د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۶مه نېټه) په ورځ فلورادا ته ورسیدل. دغو مشرانو د ماښام ډوډۍ په ګډه وخوړله په کومه کښي چي د دوی دواړو مېرمنې هم حاضرې وې. ترمپ او جين پنګ به په «مارا لاګو» کې چې ورته د «سویلي سپینې ماڼۍ» نوم ورکړل شوی دی د دوو ورځو له پاره پر مهمو موضوعګانو باندې بحث وکړي.

د شي له پاره دغه لیدنه ځکه ډیره مهمه ده چې غواړي واک ته د ترمپ تر رسیدو وروسته دا په ډاګه کړي چې د واشنګټن او بیجینګ اړیکې په کوم لورې روانې دي.

په عین حال کې دغه لیدنه د ترمپ له پاره هم ډیر لوړ اهمیت لري. هغه تر دې مخکې ویلي وو چې که چین د شمالي کوریا په مو ضوع کې له امریکا سره مرسته و نه کړي، نو واشنګټن به په یوازیتوب عمل وکړي. هغه غونډې ته تر تلو مخکې په الوتکه کې خبریالانو ته ویلي دي چې فکر کوي، چین به خپله د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د مخنیوي له پاره لاس په کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ هم د بالستیک توغندیو یوه آزموینه وکړه. کارپوهان وایي چې دغه آزمونیه د چین او امریکا تر لیدنې مخکې د پینګ یانګ له خوا یو ګواښ وو.

چین بیا له دې کبله اندیښنه څرګنده کړې ده چې امریکا متحده ایالات غواړ ي په سویلي کوریا کې د «تاد» په نوم یو دفاعي سیستم نصب کړي. امریکا او سویلي کوریا وايي چې دغه هوایي دفاعي سیستم د د شمالي کوریا د احتمالي کواښونو پر ضد دی. خو چین اندیښنه لري چې هغه د دې هیواد پر ضد هم کاریدای شي او په سیمه کې پوځي بیلانس له منځه وړي.

د خبرو اترو بله مهمه موضوع سوداګریزې اړیکې دي. دونالد ترمپ په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې وار په وار ویلي دي چې چین له امریکا سره غیر منصفانه چلن کوي او د کلونو په جریان کې له واشنګټن سره خراب سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي. ترمپ تر خبرو اترو مخکې خبریالانو ته وویل چې پر دې موضوعګانو باندې به هم بحث وشي.

پر دې سربیره د چین سویلي سمندر پر موضوع باندې به هم بحث وشي چې امریکا متحده ایالات په سیمه کې د چین د پراخ پوځي حضور په اړه اندیښنه لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2016):