1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترامپ: له ایران سره موافقه لغو کول مي لومړيتوب دی

۱۳۹۵ فروردین ۳, سه‌شنبه

دونلد ترامپ وايي چي که د امریکا راتلونکی ولسمشر شي، نو نه یوازې له ایران سره به د نړیوالو تر منځ اټومي تړون لغو کړي، بلکې ناټو به هم پر خپل پخواني حالت پاتې نه شي. دا د کاندیدانو په هکله نوي خبرونه دي.

https://p.dw.com/p/1IHPQ
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/S. Thew

دونالد ترامپ په واشنگټن کې د «آیپیک» په نوم د اسرائیلي پلوه لابستانو سازمان ته په وینا کې وویل چې که ولسمشر شي نو له ایران سره د اټومي تړون لغوه کول به د ده د خارجي سیاست مهم هدف وي. ترامپ د آیپیک په کلنۍ غونډه کې وویل: «له ایران سره د دغه تاواني تړون لغوه کول به زما د کاري لومړیتونو څخه وي.»

«دغه موافقتنامه یوه فاجعه ده»

ترامپ د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: «زه د یوې اوږدې مودې راهیسې د تجارت سره سروکار لرم. زه د تړونونو په لاسلیک کولو ښه پوهیږم. اجازه راکړئ چې ووایم: دا تړون یوه فاجعه ده، د امریکا له پاره، د اسرائيل له پاره او د ټول نږدې ختیځ له پاره.»

د هغې موافقتنامې پر بنسټ چې د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې د ایران د اټومي پروگرام په برخه کې ترسره شوې وه، د روان کال د جنورۍ میاشتې په اواسطو کې پر دغه هیواد لگول شوي مالي او سوداگریز بندیزونه لیري کړای شول.

د دې په بدل کې تهران نړیوالو څارونکو ته د خپل اټومي پروگرام په برخه کې وضاحت، او له خپلو اټومي بټیو څخه د لیدنې اجازه ورکړه. لویدیځ ادعا کوله چې ایران په پټه د اتوم بم پر جوړولو کار کوي، خو ایران په پرله پسې توگه د لویدیځ دغه ادعاوې رد کړي دي. اسرائیل د لویدیځ او ایران د نږدې کیدو ډیر سخت مخالف دی.

«بيت المقدس د اسرائيل نوې پلازمېنه»

ترامپ وویل چي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما ښايي « هغه تر ټولو بده پېښه وي، چي و اسرائيل ته ورپېښېدلای شوای.» نوموړي زياته کړه چي که ولسمشر شي نو به بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توگه په رسميت وپېژني او د امريکا متحده ايالاتو سفارت به له تل ابيب څخه د «يهودي ولس و همېشنۍ پلازمېني(یوروشلم یا بیت المقدس)» ته انتقال کړي.

مخکې تر دې د دیموکرات گوند نوماندې هیلري کلینټن د آیپیک په کنفرانس کې د ترامپ پر خبرو نیوکه کړې وه: «د اسرائیل او نړۍ د امنیت له پاره امریکا باید یو د احترام وړ نړیوال رهبري کونکي قدرت په توگه باقي پاتې شي.»

ترامپ د آیپیک په غونډه کې تر وینا مخکې هغه د «واشنگټن پوست» ورځپاڼې له دفتر څخه لیدنه وکړه. په دې ترڅ کې ترامپ تر اوسه پورې د شمالي انتلانتیک امنیتي سازمان ناټو کې د امریکا رول تر پوښتنې لاندی راوست. ترامپ وویل چې که ولسمشر شي نو له نړۍ سره به د امریکا تعهدات را کم کړي. ترامپ غواړي چې د آلمان په څیر د ناټو د همکار یا غړي هیوادونه ډیر بوج پر غاړه واخلي.