ترامپ د سفري بندیزونو د نوي فرمان په اړه غور کوي
۱۳۹۵ بهمن ۲۳, شنبهدونالډ ټرامپ د جمعې په ورځ (د فبروۍ میاشتې ۱۰) فلوریدا ایالت ته د اسراحت له پاره د پرواز پر مهال د جمهوري ریاست په الوتکه کې دننه خبریالانو ته وویل چې په پام کې لري د سفر د منع په اړه یو نوی فرمان صادر کړي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې دغه فرمان کیدای شي د دوشنبې یا سه شنبې په ورځو کې لاسلیک شي. هغه همدارنګه هیله څرګنده کړه چې د ایران په ګډون د اوو هیوادونو د اتباعو د سفر ممنوعیت په اړه فرمان به یې پر مخ ولاړ شي: «مونږ به په دې جګړه کې بریالي شو. موږ نور زیات امکانات هم لرو، د هغې له جملې څخه د نوي فرمان صادرول.»
ترامپ تر دغو څرګندونو یو ساعت مخکې په سپینه ماڼې کې ویلي وو چې حکومت به یې هیواد ته د لویو ګواښونو په پام کې نیولو سره په راتلونکي اونۍ کې لا زیات امنیتي تدابير ونیسي.
د ترامپ د فرمان د قضایې تعقیب دوام
د امریکا ولسمشر د امنیتي تدابیرو د جزویاتو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې هغو کسانو ته به امریکا ته د داخلیدو اجازه ور نه کړي چې د دغه هیواد اتباعو امنیت ته خطر پیښ کړي. ترامپ همدارنګه ټینګار وکړ چې په دې اړه به قضایې تعقیب ته ادامه ورکړي.
دونالد ترامپ د جنوري میاشتې په ۲۷ د یوه فرمان پر اساس امریکا ته د ایران په ګډون د ۷ هیوادونو پر اتباعو د داخلیدو بندیز ولګاوه. ترامپ همدارنګه د مهاجرو د منلو بهیر هم د څلور میاشتو له پاره وځنډاوه.
یوه اونۍ وروسته دغه فرمان د فدرال د یوه قاضي له خوا د سیاتل په ښار کې لغوه شو. د ترامپ د حکومت د چارواکو استناف غوښتنې هم کومه نتیجه ورنه کړه او یوه اونۍ وروسته د سن فرانسیسکو د استناف محکمې هم د سیاتل ښار د فدرال د محکمې قاضي «جیمز روبارت» نظر تائید کړ.
وروستی ګام چې که د ترامپ حکومت یې پورته کولو ته مېلان وي ستره محکمه ده. خو ویل کیږي چې د سترې محکمې د قاضیاتو ترکیب ته په کتلو سره، د ترامپ د بریالیتوب چانس کم دی.
د سترې محکمې له ۸ قاضیانو څخه ۴ یې جمهوریت غوښتونکي او ۴ یې دیموکراتان دي. د دې له پاره چې د ترامپ فرمان د سترې محکمې تائید ترلاسه کړي، له ۸ تنو قاضیانو څخه لږ تر لږه ۵ تنه یې باید د ترامپ په ګټه رایه ورکړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.11.2016):