تخصصي حرفې په تعليمي نصاب کي شامليږي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۵, یکشنبهدغه پروګرام په یوه داسې وخت کې پیل شوی دی چې افغانستان د تخصصي کاري ځواک له کمبود سره مخامخ دی. په همدي دلیل هغه شرکتونه چې تخصصي کاري ځواک ته اړتیا لري، د پاکستاني او ایراني کارکوونکو په استخدامولو سره خپله اړتیا پوره کوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیري آمنې افضلي د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د مې ۵) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «زموږ د خلکو یو اساسي مشکل دا دی، چې موږ ډیر ځوانان لرو خو د بازار د ضرورت پر اساس هغوی تربیه شوي نه دي او زده کړې یې نه دي کړي.»
په دغه پروګرام کې د اورګاډی د پټلۍ، کانونو، د خوراکي موادو پروسس، هوټل ساتني، او توریزم په برخه کې د مهارتونو زده کول شامل شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزرات ۱۳ مهارتونه چمتو کړی دي او زده کوونکو ته يې د دغه مهارتونو د زده کړې له پاره د معارف وزارت ته تسلیم کړي دي.
د حرکت په نوم موسسه چې په اقتصادي برخه کې فعالیتونه کوي، د افغانستان د کار د بازار ضرورتونه یې تشخیص کړي دي او دغه پروګرام د افغانستان په بازارو کې د کار د غوښتني پر اساس ترتیب شوی دی.
د بیکارۍ زیاتیدل
په وروستیو کلونو کي د دوولسم ټولګی د فارغینو بې روزګاري په یوې ستونزې اوښتې ده. هغه ځوانان چې له دوولسم ټولګی څخه تر فراغت وروسته د بیلابیلو دلایلو له امله خپلو زده کړو ته ادامه نه شي ورکولای، د کار په بازار کې د هغوی د جذب زمینه محدوده ده.
آغلي افضلي، هیله څرګنده کړه، وروسته له دې چې ځوانان له ښوونځیو فارغیږي، بې روزګاره به نه پاتيږي.
د ښووني او روزني وزارت چارواکي وایي چې د کانونو، زراعت او میوې د پروسس په برخه کې د مهارتونه زده کړي دوی ته لومړیتوب لري.
د دغه وزرات معین آصف ننګ ویلي دي، په پام کې ده چې دغه مهارتونه په تعلیمي نصاب کې ځای پر ځای کړل شي.
ښاغلي ننګ وویل چې د دغه پروګرام په تطبیقیدو سره به د کار په بازار کې د متخصصو کسانو ستره خلا ډکه شي: «د دغې پروژې په بشپړیدو سره به د کار د بازار لویه اړتیا له منځه ولاړه شي. د معارف وزرات په تیرو دوو کلونو کې په دې توانیدلی دی چې د مسلکي او حرفوي انستیتونو شمیر له ۲۶ څخه ۹۰ ته لوړ کړي.»
د ښووني او روزني وزارت د معلومات له مخې په روان کال کې ۳۱۵ زره زده کوونکي له ښوونځیو څخه فارغیږي. دغه وزارت وړاندوینه کړې ده چې په راتلونکي کال کې به کابو۴۰۰ زده کوونکي له ښوونځیو فارغ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه فارغینو له جملې څخه به یوازي سل زره تنه د لوړو زده کړو او حرفوي زده کړو موسسو ته جذب کړل شي.