1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تبليغاتو پر پانگوني ناوړه اغېزه کړې ده»

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۲۵, یکشنبه

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايع خوني چارواکي وايي، چي په دغه هيواد کي منفي تبليغاتو پر کورنيو او بهرنيو سوداگرو اغېزه کړې ده او هغوی يې د افغانستان د راتلونکي په اړه زړه نا زړه کړي دي.

https://p.dw.com/p/18Fc2
انځور: picture-alliance/dpa

له هغه راهیسي چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو پروسه پیل شوې ده ورسره یوځای له دغه هيواد څخه د پانګوالو د تیښتي په اړه هم انديښنې زياتي شوي دي.

ويل کيږي چي سوداگر په دغه هیواد کي د احتمالي کورنۍ جګړې د پیلیدو ويره لري او فکر کوي، چي شتمنۍ به يې له مینځه ولاړي شي.

د افغان دولت د کمزوري واکمنۍ په اړه غربي مطبوعاتو په وار وار لیکني کړي دي او ویل کیږي چي دغو تبلیغاتو هم د پانګوالو پر مورال منفي اغېزې کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خوني مرستيال خان جان الکوزي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي د ۲۰۱۱ کال له وروستۍ نيمايي راهیسې د پانګوني په ګراف کې هم ټیټوالی لیدل کیږي:

«هغه پانگوال چي زموږ ورسره اړیکي لرو، له دې نه بیریږي چې د افغانستان مقرارات به د پانګوالو له پاره ستونزمن کیږي، بلکي هغوی له دې بیریږي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته چي بهرني ځواکونه له دغه هيواد څخه وزي، کيدای شي کورنۍ جګړه پیل شي او دوی زیان ورسیږي.»

په همدې حال کې یو شمیر پانګوال له دې څخه هم کړیږي چې حکومت ورته د پانگوني په برخه کي لازمي اسانتیاوي نه دي برابري کړي، نو ځکه دوی نه شي کولای خپلي پانګي پراخي کړي.

د سوداګرۍ وزارت که څه هم پر سوداګرۍ د منفي تبلیغاتو اغیزه ځواکمنه بولي خو وایي چې د سواګرو د ملاتړ له پاره یي ګامونه پورته کړي دي.

د دغه وزارت وياند وحیدالله غازي خیل ديکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۴) په کابل کې دویچه ویله ته وویل، چې د سوداګرو د ملاتړ له پاره یي د تعرفو له کښتوالي څخه نیولې د مځکو تر ورکولو او حتی هغوی ته د بیمې د خدمتونو د وړاندي کولو اسانتیاوي رامنځ ته کړي دي.

خو د سوداګرۍ او صنایع خوني چارواکي د غازي خیل دا څرګندوي تر ډیره نه مني. د الکوزي په خبره که چیري حکومت پانګوالو ته لازمي اسانتیاوي برابري کړي وای، نو اوس به د دغه هيواد په بېلا بېلو برخو کې د اوس په پرتله ډیره پانګونه شوې وای.

هغه وويل: «نه حکومت له پانګوالو سره مرسته وکړه، نه يې پورونه ورکړل، نه یې د کار له پاره ځانګړې مځکه ورکړه او نه یې هم بریښنا ورته برابره کړه، دا هغه ستونزي دي چې پانګوال یي په افغانستان کې زړه توري کړي دي.»

د طالبانو د رژيم تر ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د ميلیاردونو ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده. په دغه برخه کې لویه پانګونه د مخابراتو په برخه کې شوې ده، چې ټول ټال څه نا څه دوه ميلیارده ډالره ښودل شوې ده.

خو تمه کیږي چې افغان حکومت به تر راتلونکو دوو کلونو پوري د خپلو طبیعي زیرمو د را ایستلو له پاره هم ډيري بهرنۍ او کورنۍ کمپنۍ پانگي اچوني ته را ماتي کړي. په دغه برخه کې لا وختي د چین او هند په ګډون یو شمیر کمپنیو په افغانستان کې پانګونه کړي ده.