1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: پاکستان د باروتو پر ډېرې ناست دی

۱۳۸۹ دی ۱۸, شنبه

زابينه زيبولډ د رائټرز خبري آژانس لپاره د پاکستان د کړکېچنې وضعې په هکله يوه تبصره ليکلې ده. آغلې زيبولډ پاکستان د بارودو د يوه داسي ډول يا بېرل سره پرتله کوي چي د چاودېدو گواښ همېشه ورسره مل وي.

https://p.dw.com/p/Qp5a
«پاکستان په خپله د افغانستان د کړکېچ يوه برخه يا عامل دی»
«پاکستان په خپله د افغانستان د کړکېچ يوه برخه يا عامل دی»انځور: AP

زابينه زيبولډ په خپله تبصره کي ليکي:

ښايي پاکستان د نړۍ يوازنی هيواد وي چي په زښته زياتو ستونزو کي بيا هم د ځان ساتلو او ولاړ پاته کېدلو اوږده تجربه لري. پاکستان چي په 1947م مېلادي کال د هند څخه بېل سو نو هغه وخت لا ورته د بارودو د ډول يا بېرل په توگه کتل کېدل او تر ننه ورته کتل کيبږي.

پاکستان چي د نړۍ دويم ستر مسلمان هيواد دی او 170 مليونه انسانان پکښي اوسي هغه وخت ورته د نړۍ د خطرناک ترينه هيواد نوم ورکول سو کله چي يې اټومي وسله جوړه کړه. خو لوېديځه نړۍ بيا هم دې ته مجبوره ده چي ددغه هيواد سره گډ کار وکړي چي د ناکامۍ پر څنډه ولاړ دی.

د پاکستان استخباراتي اداره آی اېس آی هغه پياوړې اداره ده چي په اتيايمه مېلادي لسيزه کي يې د شورويانو پر ضد او د لوېديځوالو په ملاتړ افغان جهادي تنظيمونه جوړ کړل او وروسته يې طالبان جوړ او پر افغانستان واکمن کړل. له همدې وجي پاکستان د افغانستان د کړکېچ په هوارۍ کي ډېر مهم گڼل کيږي.

خو زيات کارپوهان پدې آند هم دي چي پاکستان په خپله د افغانستان د کړکېچ يوه برخه يا عامل دی. په څو څو ځله د پاکستان پر استخباراتي ادارې آی ايس آی دا تور لگول سوی دی چي بعضي کړۍ يې د وسله والو طالبانو سره مرستي کوي.

خو هغه خبره چي لمر غوندي روښانه ده هغه دا ده چي پاکستان به په کابل کي هيڅکله داسي يو حکومت ونه مني چي د ده تر اغېز لاندي نه وي. د لسيزو راهيسي د اسلام آباد واکمنان د خپل هيواد برخليک د افغانستان سره تړلی بولي.

نوموړی هيواد د دې څخه بيريږي چي دُښمن هيواد او اټومي واک هند د افغانستان څخه د پاکستان پر ضد گټه وا نه خلي. پاکستان چي د پراختيا له مخي د هند په پرتله ډېر کوچنی دی د ستر هند او د افغانستان د ملگرۍ څخه بيريږي.

د پاکستان او افغانستان پر پوله پرتې قبايلي سيمي په پښتنو آبادي دي چي له يوې خوا په افغانستان کي د لاسوهنې پر وخت پاکستان ځندي کار اخلي او له بلې خوا د تره گرۍ په وړاندي په جگړه کي يې بهرني ځواکونه د سترو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

امريکا همېشه پر پاکستان فشار راوړی دی چي په دغو سیمو کي د وسله والو توندلارو پر ضد سخت گامونه پورته کړي.

شمالي وزيرستان چي د حقاني د ډلې مرکز بلل کيږي په افغانستان کي امريکايي ځواکونو په بريا کي لوی خنډ بلل کيږي. د حقاني ډله چي د افغانستان د وسله والو طالبانو او د القايدې سره اړیکي لري د متحده ايالتونو ستره دښمنه ډله بلل کيږي.

دا چي پدغه سيمه کي د پاکستاني پوځ لخوا د پوځي عملياتو غوښتنه د امريکا لپاره څومره مهمه ده ښايي آصف علي زرداري به يې د راتلونکې اونۍ د امريکا د سفر پر وخت احساس کړي. اټکل کيږي چي و امريکا ته د زرداري د سفر پر وخت به اوباما پر هغه فشار واچوي چي په شمالي وزيرستان کي ژر تر ژره پوځي عمليات پېل کړي.

د اټومي واک پاکستان په هکله هغه وخت د لوېديځوالو اندېښنې بيا راتازه سوې کله چي په اسلام اباد کي يوه اسلامپاله کس د پنجاب ايالت ليبرال والي سلمان تاثير وويشتی. په رسنيو کي داسي انځورونه خپاره سوه چي وکيلانو د محکمې څخه دباندي و قاتل ته د گلونه امېلونه ورپه غاړه کول او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه يې کوله.

په پاکستان کي د اسلامپاله توندلارۍ په هکله په لوېديځ کي زياتي اندېښنې موجوده دي چي دا نه چي د پاکستان اټومي وسلې د توندلارو په لاس ورسي.

د دې تر څنگ د پاکستان هيواد د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. دغه ستونزې هغه وخت لا زياتي سوې کله چي يو ستر سيلاب پدغه هيواد کي تر لسو بليونو ډالرو څخه زيات تاوانونه رامنځ ته کړل.

د خپل گاونډي هيواد هند سره هم د پاکستان اړيکي خړي پړي دي او ښايي وضعه هغه وخت لا زياته کړکېچنه سي که د گواښ سره سم پاکستاني توندلاره ډلې يو ځل بيا په هند کي تره گر بريدونه تر سره کړي.

د افغان حکومت سره هم د پاکستان اړيکي ندي ښې ولي چي افغان حکومت پر بعضو پاکستانيو کړيو تور لگوي چي د افغانستان د وسله والو مخاليفينو سره مرستي کوي. پدې ترځ کي کرزي د ناټو څخه هم غوښتنه کړې وه چي په پاکستان کي د وسله والو ځالۍ په نخښه کړي.

زابينه زيبولډ / احمدولي اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري