1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د طالبانو منفي ځواب يوه ديپلوماتيکه فاجعه ده

۱۳۹۴ اسفند ۱۶, یکشنبه

فلوريان وايګند په خپله تبصره کې وايي چې خبرې اترې بايد دوام ولري. که نه نو له افغانستان څخه به لا زيات خلک مهاجر شي. بشپړه تبصره دلته ولولئ:

https://p.dw.com/p/1I83f
Afghanistan Friedenskundgebung in Kabul
انځور: DW/H. Sirat

د تېرو ورځو هلې ځلې سړی ډېر ښه په تصور کې راوستلی شي: د افغانستان او پاکستان حکومتي استازي د امريکا متحدو آيالاتو او چين په ملاتړ له مخ پر زياتېدونکو ناهيليو سره طالبانو ته پيغامونه لېږي. د خبرو اترو له پاره فرصت وار په وار پسې کميږي.

د جمعې په ورځ لا افغان حکومت دغه هيله څرګنده کړې وه چې طالبان به پر وخت دا ژمنه وکړي چې د جګړه ځپلي هېواد د راتلونکي سوله يز لرليد له پاره خبرې اترې ورسره پيل کړي. د شنبې په ورځ بيا هيلې خاورې شوې: د طالبانو اصلي ډله چې په قطر کې د «اسلامي امارت» دفتر چلوي، يعنې يو ډول حکومت په تبعيد کې به له دې وروسته هيڅ څوک هم پاکستان ته ونه لېږي چېرته چې خبرې اترې تر سره کېدونکي دي.

د طالبانو منفي ځواب يوه ديپلوماتيکه فاجعه ده

له دې څخه زيات خجالت نور ممکن نه وو: کابل، واشينګټن او پکينګ ځانونه تېر ايستلي ګڼي، په تېره بيا اسلام آباد دغه احساس لري. يو ځو ورځې مخکې ايله د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار، سرتاج عزيز، په لومړي ځل په ښکاره ويلي ول چې حکومت يې پر طالبانو باندې اغېز لري.خو اوس داسې څرګنديږي چې: دغې خبرې ښايي د تېر وخت له پاره صدق کړی وي، غربي او افغان څارونکي له ډېرې مودې راهيسې په دې نظر ول. خو په اوس وخت کې ښايي چې د پاکستان اغېز لا د دې له پاره هم کافي نه وي چې د يوې ديپلوماتيکې فاجعې مخه ونيسي.

وضعې ته به اوس د «مجاهدينو» له ليدلوري څخه وګورو: ولې دې هغوی په جدي ډول خبرې اترې وکړي. هغوی د افغانستان په لويه برخه کې فعاله دي. هغوی ورځ تر بلې نورې سيمې تر ولکې لاندې راولي. ځينې سيمې، لکه په مني کې کندز، د حکومتي ځواکونو له خوا په سختۍ او کله يوازې د امریکايي واحدونو په ملاتړ بېرته نيول کيږي. په کابل کې حکومت ضعيف او په خپلو منځو کې سره جوړ نه دی، ډېری چارواکي په فساد کې ښکېل او عسکر يې ټيټ مورال لري.

د لويديځ دغه اراده چې د کابل له حکومت سره وار په وار مرستو ته وردانګي، په کمېدو ده. طالبان ځکه په آرامه انتظار ايستلی شي او صبر هغوی هرومرو ښوولی دی: هغوی تر اوسه ۱۵ کاله د لويديځ حضور په افغانستان کې تېر کړی دی.

په اروپا کې دا په موږ څه اړه لري؟

د څلور اړخيزې ډلې له پاره چې افغانستان، پاکستان، د امريکا متحده آيالات او چين پکې شتون لري، ناکامي کوم انتخاب نه دی، تر اوسه لا هيله شته. د طالبانو اصلي مشرتابه يعنې رهبري شورا تر اوسه پورې خپله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، او طالبان خپله يوه واحده ډله نه ده.

وړې ډلې کېدای شي علاقه ولري چې د خبرو اترو مېز ته کښېني، که دا حتی د دې له پاره هم وي چې په عمومي ډول وليدل او وپېژندل شي. بيا به د سولې پروسه د اداري او تخنيکي وجوهاتو له مخې ناکامه شوې نه وي. په دې ترتيب لږ تر لږه د راتلونکو هلو ځلو له پاره وخت پاته کيږي.

اوس يوازې سوله يا تېښته پاته ده

دا خبره دوه برابره اهميت لري: هغه د افغانستان او هم د اروپا له پاره مهمه ده. که په افغانستان کې د سولې له پاره هيڅ هيله پاته نه شي، به حتی هغه ځوان او تعليم يافته افغانان د لويديځ په لور مخه وکړي چې تر اوسه پورې يې غوښتل په خپل هېواد کې پاته شي. ټولې هغه هڅې چې د افغانستان له پاره دغه مهمه ډله په خپل هېواد کې پاته کړل شي، به په پايله کې له ناکامۍ سره مخامخې شي.

فلوريان وايګند د آلمان ږغ ډويچه وېله د پښتو او دري خپرونو رئيس او د افغانستان د چارو کارپوه دی.
فلوريان وايګند د آلمان ږغ ډويچه وېله د پښتو او دري خپرونو رئيس او د افغانستان د چارو کارپوه دی.