1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د المان د دفاعي چارو پر سياست د اقتصاد پوهانو زيات اثر دی

۱۳۸۹ اسفند ۷, شنبه

په المان کي د دغه هيواد د پوځ د ريفورم په هکله جدي بحثونه روان دي چي په ترځ کي يې اجباري عسکري هم ليري کړل سوېده. پدې هکله د اوسنابريوکر ورځپاڼې تبصره:

https://p.dw.com/p/R4Vv
د الماني پوځ د ريفورم په هکله په المان کي بحثونه روان دي
د الماني پوځ د ريفورم په هکله په المان کي بحثونه روان ديانځور: AP

کله چي د المان د بايرن ايالت په ښار رېگن کي په افغانستان کي د وژل سوؤ درو الماني عسکرو وروستۍ لمانځنې تر سره کېدلې نو فضا د غم، خواښينۍ او ناهيلۍ څخه ډکه وه. دغه درې عسکر يوه اونۍ تر مخه د افغانستان په شمال کي د يوه افغان عسکر په ډزو وژل سوي ول. گرچه پدغسي لمانځنو کي د ورځني سياست موضوعات لکه د الماني پوځ ريفورم نه ځاييږي خو بيا هم دواړه موضوعات سره تړلې دي.

دا تر ټولو مهمه موضوع نده چي پکښي د بحث کولو اړتيا سته چي د المان د دفاعي چارو وزير بايد څومره سپما وکړي. بلکه تر ټولو مهمه خبره دا ده چي د الماني پوځ او د هغه د دندو تعريف وسي چي وظيفه يې څه ده او يا المانی پوځ بايد څنگه سي: ايا د الماني پوځ يوازي د يوه دفاعي پوځ په بڼه پاته سي که د نړۍ والو بحرانونو پر وخت د مداخلې لپاره جوگه کړل سي او که ورڅخه د تره گرۍ ضد يو ځانگړی ځواک جوړ کړل سي او که بايد ټوله نوموړي ځانگړنې ولري. يوازي هغه وخت د الماني عسکرو د شمېر په هکله سمي پرېکړي امکان لري کله چي نوري پوښتنې ځواب سوي وي. پدغو پوښتنو کي د الماني پوځ د ماموريت د سيمو د پولو تعين هم راځي.

دا چي سياست د دغسي شفافيت څخه څومره ليري دی اوسنی بحث يې څرگندويي کوي. یو واري د يو لک او شپيتو بيا د يو لک او پنځه اتيا زرو او بيا د يو لک او پنځه اويا زرو عسکرو خبره کيږي. دغه بحث ښيي چي د دفاعي چارو سياست د امنيتي چارو په پام کي نيولو سره نه بلکه د اقتصادي چارو په پام کي نيولو سره تر سره کيږي. پدغه بحث کي تر ټولو زياته ونډه امنيتي کارپوهان يا د امنيتي چارو سياستوال نه بلکه اقتصاد پوهان او بوديجه پوهان اخلي. د دې مانا دا ده چي دويم گام د لومړي گام څخه ته مخه اخيستل کيږي چي يو ډېر عجيبه کار دی. هغه پداسي حال کي چي نوؤ کارېدونکو اصطلاحاتو له مخي په افغانستان کي الماني عسکر په جگړه کي دي.

نويه اوسنابريوکر څايټونگ / احمدولي اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري