«تاوتريخوالي ځپلو مېرمنو ته دي پناه ورکول سي»
۱۳۹۶ خرداد ۲۷, شنبهد ښځو د حقونو مدافع سازمان «ميديکا مونديالي» آلمان دولت څخه غوښتي دي چې ښځو پر وړاندې جنسي تاوتريخوالي دې د مهاجرو د منلو په برخه کې د يو عمده دليل په توګه په رسميت وپيژني.
دغه سازمان، ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې په نړيوالې ورځ، د آلمان په کلن ښار کې پر دې ټينګار وکړ چې له دې لارې به ښځو او ماشومانو ته د مهاجرت قانوني لارې خلاصي کړل شي. ياد سازمان زياته کړې چې دې کار سره به د مهاجرو اصلي هيوادونو کې هم د تاوتريخوالي پر وړاندې ملاتړکونکې مسوده رامنځ ته شي.
د ښځو دغه مدافع سازمان د اطلاعاتو پر بنسټ، آلمان ته له راغليو مهاجرو څخه يوه دريمه برخه يې ښځې او ماشومان تشکيلوي. ميديکا مونديالي ويلي دي چې مهاجرو ميرمنو په خپلو هيوادونو کې د جګړې، شکنجې او له نارينه وو څخه د ويرې ترخې تجربې لري.
په يوه آزمايشي تحقيق کې چې د « چريتي برلين» سازمان لخوا د روان کال له پيله پیل شوی راغلي دي چې د مصاحبه کونکو ميرمنو له ډلې څخه هرې پنځمې يې تاوتريخوالی او هرې شپږمې يې ويره او جنسي تاوتريخوالی د خپل مهاجرت دليل بيان کړی دی. د خپلو خاوندانو د مړينې څخه ويره، اجباري ودونه او د تناسلي آلې ختنه کول هم مطرح شوي دي.
د «چريتي برلين» سازمان د تحقيق په يوه برخه کې ويل شوي دي چې ښځې په هستوګنځايونو کې هم تر حملو لاندې نيول شوي او پر وړاندې يې تبعيضي حرکات او چلند ترسره کيږي.
د ښځو د حقوقو مدافع سازمان «ميديکا مونديالي» له ۱۹۹۳ کال راپديخوا د جنګ زپلو او بحراني سيمو ښځو او نجونو په برخه کې فعاليت کوي. ورسره دغه سازمان، د ناروغو ميرمنو د تخصصي درملنې تر څنګ، زيانمنو ښځو لپاره حقوقي او رواني ملاتړ هم برابروي.
«ميديکا مونديالي» د آلمان په نوردراين ويستفالن ايالت کې د هغو رضاکارانو لپاره چې مهاجرو سره مرستې کوي هم يو لړ پروګرامونه په لاره اچوي.