1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تام کونيکس:اروپايان دي په افغانستان کي د فعاليتونو لمن پراخه کړي

۱۳۸۶ شهریور ۲۸, چهارشنبه

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي پر اروپايانو باندي ږغ کړی چي په افغانستان کي خپل د فعاليتونو لمن پراخه کړي.

https://p.dw.com/p/DK8V
د افغانستان لپاره د ملگروملتونو ځانگړی استازی تام کونيکس
د افغانستان لپاره د ملگروملتونو ځانگړی استازی تام کونيکسانځور: dpa - Bildfunk
تام کونيکس د اروپايانو څخه يوځل بيا ددې غوښتنه کړي چي د وي بايد په افغانستان کي د خپلو پوځي فعاليتونو لمن پراخه کړي او دغه هيواد ته بايد اروپايان ډ ير عسکر اوپوځي اکمالات واستوي.
تام کونيکس داخبره په يوه راډ يويي مرکه کي کړې او په تيره بيا آلمانانوته په اشارې سره ويلي چي د وی افغانستان ته د خپلو د رو زرو عسکرو په لېږلو سره د د وی ظرفيت بشپړ سوی په داسي حال کي چي آلمان 250000 عسکر لري.